روسیه کې د چاودنې مشکوک بریدګر 'د قرغیزستان دی'

تر اوسه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي چې ایا برید ځانمرګي بریدګر له خوا شوی او که څنګه.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، تر اوسه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي چې ایا برید ځانمرګي بریدګر له خوا شوی او که څنګه.

د قرغیزستان امنیتي سازمان ویلي، روسي چارواکو ترې د روسیې سېنټ پیټرزبورګ اورګاډو تمځي کې د هغه مشکوک بریدګر په اړه معلومات غوښتي، چې لږترلږه ۱۱ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د مرکزي اسیا دغه هېواد ویلي، مشکوک د قرغیزستان دی، خو روسی تابعیت هم لري.

د قرغیزستان امنیتي بنسټ د بریدګر نوم اکبرژون جلیلوف اعلان کړی، چې وايي په ۱۹۹۵ کال په اوش کې زیږېدلی.

خو تر اوسه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي چې ایا برید ځانمرګي بریدګر له خوا شوی او که څنګه.

د قرغیزستان حکومتي رسنیو ویلي، د هېواد امنیتي بنسټ د روسیې له پټ امنیتي بنسټ سره په ګډه د بریدګر په اړه د معلوماتو پر راټولولو بوخت دی.

قرغیزستان د پخواني شوروي اتحاد قلمرو کې راتله، چې د شوروي له ټوټې کېدا وروسته خپلواک هېواد شو.

دغه هېواد شاوخوا شپږ میلیونه وګړي لري چې ډېری یې مسلمانان دي او دولت یې دا مهال له روسیې سره نژدې اړیکې لري.

د ویډیو تشریح، په سېنټ پيټرز بورګ کې له چاودنې وروسته

وړاندې روسي خبري رسنیو ویلي وو، د سېنټ پیټرزبورګ اورګاډو تمځي کې هغه مشکوک بریدګر د ''منځنۍ اسیا'' و، چې لږترلږه ۱۱ کسان یې ووژل او ۴۵ نور یې ټپیان کړل. د نوموړي عمر تر شلو پورته ښودل شوی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې د بلاروس له مشر سره د ليدنې لپاره سېنټ پټيرز بورګ ښار ته تللی و دغه پېښه غندلې ده او وايي، د چاودنې علت تراوسه نه دی روښانه، چارواکو يې پلټنه پيل کړې، د ترهګرۍ په ګډون د ټولو علتونو پلټنه به کېږي.

د روسيې لومړي وزير ديميتري مدودف دغه بريد يو "ترهګريز" عمل بللی دی.

د پولیسو یوې سرچینې تاس خبري اژانس ته ویلي، دا چاودنه د سنایا میدان په تمځای کې شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چاودنې ځای کې د وژل شویو د یاد په موخه د ګلانو ګېډۍ اېښې دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چاودنې ځای کې د وژل شویو د یاد په موخه د ګلانو ګېډۍ اېښې دي
نقشه

ځينې سرچينې وايي د سېنټ پيټرز بورګ په يوه بل تمځای کې هم يو ناچاودلی بم موندل شوی دی.

عيني شاهدان وايي په وژل شويو کې ماشومان هم شامل دي.

بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عيني شاهدان وايي په وژل شويو کې ماشومان هم شامل دي.
بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پولیسو مامورین خلک د سېنټ پیټرز بورګ له میټرو وباسي او خوندي ځايونو ته يې لېږدوي.

د مېټرو سالون چې لوګي په کې دي او د یو شمېر کسانو انځورونه خپاره شوي چې ښکاري ټپیان شوي دي.

د پولیسو مامورین خلک د سېنټ پیټرز بورګ له مېټرو وباسي او خوندي ځايونو ته يې لېږدوي.

په ښار کې څو نور تمځایونه تړل شوي دي.