د ناپېلیون روسۍ خزانه چې له پېړیو راهیسې نه موندل کېږي

د عکس سرچینه، HOHUM/WIKIMEDIA COMMONS
روسان کیسه کوي چې فرانسوی امپراتور ناپېلیون بنا پارت پر ۱۸۱۲ کال مسکو کې ماتېدلو پسې له ځان سره خزانه هم وړې ده.
د دې خزانې د موندلو لپاره ډېر خلک سرګردان او لالهاند دي، خو اوس یوه روسي تاریخپوه په دې تړاو نوې نظریه او دعوه وړاندې کړې ده.
دی وايي، هغه خزانه چې ویل کېږي ناپېلیون له ځان سره وړې په هغه ځای کې نه ده ښخه شوې، چې خلک یې لټوي.
ویاچیسلاف ریزکوف وايي، له دوو سوو کلونو راهیسې خزانه لټوونکي په ناسم ځای کې لګیا دي.
هغه ځايي رسنۍ ربوچي پت سره خبرو کې ویلي چې دی غواړي د خلکو پام له بیلاروس سره پر پوله ردنیا ښار ته واړوي.
دا ګنګوسې له دوو سوو کلونو راهیسې روانې دي چې د ناپېلیون ماته خوړلیو پوځیانو له مسکو د تېښتې پر مهال له ځان سره د اتیا ټنو په اندازه سره او نور ګرانبیه توکي غلا کړل.
دوی وايي، د تللو وخت کې حالات خراب و او پوځیان اړ شول چې دا خزانه په ځمکه کې ښخه کړي.
د ناپېلیون د جنرال خبرې

د عکس سرچینه، AFP
تراوسه د دې خزانې کومه نښه نه ده موندل شوې، خو د ناپیلیون د هغه لښکر ملګری فلېپ ډي سیګر به ویل، خزانه په سمولنسک سیمه کې سملیوو ډنډ یا جهیل کې ښخه شوې ده.
دا خبره ځکه وزن لري چې فرانسوي پوځ همدغه ځای کې خپله وسله او باروت پرېښودل.
خو له ۱۸۳۰ کال راهیسې مختلفو روسي چاراکو، لرغونپوهانو او لټوونکو ته دا خزانه په ګوتو نه ورغله.
ځکه ځینې تاریخپوهان وايي، د جنرال سیګر خبرې د خزانې له اصل ځای د خلکو د پام اړولو لپاره دي.
دوی وايي، د خزانې ممکن ځای د بیلاروس سره نږدې بیریز سمندرګی دی.
پر ۲۰۱۲ کال د فرانسې او بیلاروس ګډ پلاوی دې ځای ته لاړ، خو تش لاس ستون شو.
فرضي لښکر

د عکس سرچینه، AFP
د ویا چیسلاف ریزکوف نظریه نوی کال د روسیې دولتي رسنیو کې وځلېده او یوه وجه یې هم دا ده چې د هغه وخت پېښې په رنګین ډول وړاندې شوې دي.
هغه وايي، چې د روسي ځري( جاسوس) د تېر اېستلو لپاره ناپېلیون یو درواغجن یا فرضي لشکر سملیوو ډنډ ته ولېږه، خو خپله امپراتور او خزانه سوېل لور ته ردنیا او هغه ته نږدې بولشیا روتاوچ جهیل ته روان شول.
"هلته یې جهیل یا ډنډ کې یو ګوړی جوړ کړ او ډېر احتیاط سره یې سره او نور ګرانبیه توکي پکې پټ کړل".
د خپلې نظریې د پخولو لپاره د جهیل په لار د نږدې خلکو د شهادت خبره کوي، چې له ۱۸۱۲ کال وروسته ورو ورو تر لرې لرې د خلکو تر غوږونو ورسېده.
هغه پر ۱۸۹۸ کال د دغه ډنډ د ابو ازمویلو تجربه هم یادوي چې نتیجه کې یې مالومه شوه چې د سپینو زرو ډېر ناعادي بڅري پکې شته.
رسنوالو دې څانګړې نظریې ته پراخ پوښښ ور کړی او وايي، چې ښو وسیلو او کارپوهانو سره به د ډنډ له تل خزانه و واېستل شي.
خو ټول پر دغه دعوه باور نه لري. خزانه لټوونکی ویلادیمیر پوریوو په روسي رسنیو کې د ناپېلیون د خزانې اړوند کارپوه بلل کېږي او له ډېر وخت راهیسې دغه برخه کې هم ښکېل دي.
نوموړی له دې نظریې سره سخت مخالف دی.
ویلادیمیر پوریوو له موسکووسکي کومسومولیټس ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، دا یوه افسانه ده:
"له پېړیو راهیسې تاریخپوهانو د ناپېلیون د روسیې د عملیاتو د هري ورځي د پرمختیا اسناد خوندي کړي دي".
د نوموړي په خبره، دا ناشونې ده چې هغه خپل پوځ پرېښودلی او د څلور سوو اسانو د سرو زرو کاروان سره تښتېدلی".
نورې پوښتنې

د عکس سرچینه، ROSSIYA TV/YOUTUBE
کله چې د جهیل د لارې خبره ده، نو پوریوو وايي، په خورا سخته یخني کې فرانسوي پوځ څنګه څو ورځو کې ډېم با بند جوړ کړ:
"بیا یې څنګه د اوبو لاندې خزانې ته ګوړی یا کنده جوړه کړه؟ دوی سره د اوبو لاندې تللو وسایل وو؟، دا یوازې افسانه ده".
ویلادیمیر پوریوو وايي، ریزکوف دې د خپلې نظریې زبادولو لپاره کره سندونه وړاندې کړي.
یوه بله خبره دا ده چې د بولشیا روتاوچ په ګډون دغه سیمه کې پنځه جهیلونه له ۱۹۷۵ کال راهیسې د چاپېریال ساتنې له خوا خوندي شوي.
دلته نه کښتۍ چلول کېږي او نه کبان نیول کېږي، نو که دې سیمې ته د کندلو لپاره څوک ځي، نو جنجال را پورته کېدلی شي.








