د فاطمي خلافت د پېر زرینو سکو خزانه موندل شوې

اسرائیلي غوټه وهونکو د سپین سمندر اسرائیلي بحري سمندرغاړو کې په ناڅاپي توګه یوډول زرینې سکې موندلې چې وايي د فاطمي خلافت د پېر اړوندې دي.
اسرائیلي لرغونپوهانو ویلي، دغه سکې د فاطمي خلافت پرمهال معمول وې.
فاطمي خلافت د ۹۰۹ او ۱۱۷۱ کلونو ترمنځ د منځني ختيځ او د افریقا په شمال کې پر ګڼو سیمو واکمني کړې ده.
د اسرائیلو د لرغونپوهنې یوه پلاوي ویلي، اسرائیلي غوټه وهونکو د سمندر په تل کې نژدې ۲۰۰۰ زرینې سکې موندلې دي، چې عمر یې د ۱۰۰۰ کلونو ترمنځ اټکل شوی دی.
لومړی غوټه وهونکو دا ګومان کاوه چې ګني دا به د لوبو کولو سکې وي، خو وروسته یې پر اهمیت پوی شول.
لرغونپوهان وايي، اوسمهال ددغو زرینو سیکو ارزښت نه شي په ډاګه کولی.
غوټه وهونکو د قیساریه ښار په یوه لرغوني سمندرغاړي کې اوبو ته ښکته شول، چې په ناڅاپي توګه پر دغو زرینو سیکو وربرابر شول.
دوی هلته ډېرې سکې راتولې کړې او د ساحل مشر ته یې خبر ورکړ.
د بېړۍ ماتېدل

د عکس سرچینه، BBC World Service
د اسرائیلو د سمندري آثارو کارپوه کوبي شارویټ وايي، یولړ عملیات یې په پام کې نیولي، چې هلته نورې ورته سکې هم ولټوي:
"په غالب ګومان په مصر کې مرکزي حکومت ته پر لاره شاید هلته بېړۍ ماته شوې وي. هغه بېړۍ چې راغونډې شوې مالیې پکې لېږدول کېدې."
نوموړی زیاتوي: "امکان لري دغه سکې د فاطمي خلافت د واکمنۍ پرمهال د قیساریه ښار د ساتنې لپاره پوځيانو ته ورکول کېدې".
شارویټ زیاتوي، داسې اټکل هم دی چې د ساحلي او سپین سمندر په څنډو کې د یوې سوداګریزې بېړۍ اړوندې سکې وي.
دغه خزانه چې وزن یې نژدې نه کیلوګرامه کېږي د ژمنیو غوټه وهونکو له خوا موندل شوې دي.
اوس دغه سکې له حکومت سره دي، او موندونکو ته یې هېڅ نه دي ورکړل شوي.








