افغان تاریخي اثار استرالیا کې

د افغانستان د لرغونو اثارو یوه ټولګه (د افغانستان پټه خزانه) تر سرلیک لاندې د استرالیا نیوساوت ویلز ښار کې نندارې ته اېښودل شوې ده.


د افغانستان د لرغونو اثارو یوه ټولګه (د افغانستان پټه خزانه) تر سرلیک لاندې د استرالیا نیوساوت ویلز ښار کې نندارې ته اېښودل شوې ده.
د عکس تشریح، د افغانستان د لرغونو اثارو یوه ټولګه (د افغانستان پټه خزانه) تر سرلیک لاندې د استرالیا نیوساوت ویلز ښار کې نندارې ته اېښودل شوې ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال مصدق خلیلي، بي بي سي ته وویل، دا ټولګه د یوه نړیوال سفر په پای کې په استرالیا کې نندارې ته اېیښودل شوې ده.
د عکس تشریح، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال مصدق خلیلي، بي بي سي ته وویل، دا ټولګه د یوه نړیوال سفر په پای کې په استرالیا کې نندارې ته اېیښودل شوې ده.
وړاندې دا لرغوني توکي په اروپا او امریکا کې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د عکس تشریح، وړاندې دا لرغوني توکي په اروپا او امریکا کې نندارې ته اېښودل شوي وو.
ښاغلي خلیلي وویل، ‎ دا مجموعه مخکې له دې نه د استرالیا په دوو نورو ښارونو کې نندارې ته اېښودل شوې وه، او کېدای شي د دې هیواد په یوه بل ښار کې هم نندارې ته کېښودل شي.
د عکس تشریح، ښاغلي خلیلي وویل، ‎ دا مجموعه مخکې له دې نه د استرالیا په دوو نورو ښارونو کې نندارې ته اېښودل شوې وه، او کېدای شي د دې هیواد په یوه بل ښار کې هم نندارې ته کېښودل شي.
دا اثار د تېرې پېړۍ شپیتمو او اویایمو لسیزو کې د کابل له بګرام، د کندوز له آی خانم، د جوزجان له طلا تپې او د بغلان له فلول تپې نه کشف شوي وو.
د عکس تشریح، دا اثار د تېرې پېړۍ شپیتمو او اویایمو لسیزو کې د کابل له بګرام، د کندوز له آی خانم، د جوزجان له طلا تپې او د بغلان له فلول تپې نه کشف شوي وو.
د دې مجموعې ځینې طلايي اثار د کوشانیاني شهزاده ګانو له هغه شپږ کسیز قبر نه ترلاسه شوي چې یو نارینه او پنځه ‎ښځې پکې خښې شوې. د دې اثارو ډېری له میلاد نه مخکې پېړیو پورې تړاو لري.
د عکس تشریح، د دې مجموعې ځینې طلايي اثار د کوشانیاني شهزاده ګانو له هغه شپږ کسیز قبر نه ترلاسه شوي چې یو نارینه او پنځه ‎ښځې پکې خښې شوې. د دې اثارو ډېری له میلاد نه مخکې پېړیو پورې تړاو لري.
د دې تاریخي اثارو نندارتون د استرالیا دولت، هربرت سمیت موسسې او د نیوساوت ویلز ښار د هنرونو نندارتون په مرسته جوړ شو.
د عکس تشریح، د دې تاریخي اثارو نندارتون د استرالیا دولت، هربرت سمیت موسسې او د نیوساوت ویلز ښار د هنرونو نندارتون په مرسته جوړ شو.
ویل کیږي، د افغانستان پټه خزانه د تاریخ مشهورې یوناني- باختري دورې پورې اړونده ده، او په دې نړیوال سفر کې د یو میلیون و اووه سوه زرو کسانو پام ځان ته راړولی دی.
د عکس تشریح، ویل کیږي، د افغانستان پټه خزانه د تاریخ مشهورې یوناني- باختري دورې پورې اړونده ده، او په دې نړیوال سفر کې د یو میلیون و اووه سوه زرو کسانو پام ځان ته راړولی دی.
دا نندارتون د استرالیا ولس او افغان مهاجرینو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
د عکس تشریح، دا نندارتون د استرالیا ولس او افغان مهاجرینو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
ډېری څیړونکو، زده کوونکو، هنرمندانو او عادي خلکو په دې نندارتون کې ګډون کړی وو.
د عکس تشریح، ډېری څیړونکو، زده کوونکو، هنرمندانو او عادي خلکو په دې نندارتون کې ګډون کړی وو.