سعودي کې د سپېڅلو ښارونو نښلولو لپاره تر ټولو چټک اورګاډی
د سعودي پاچا سلمان په دې هېواد کې د سپېڅلو ښارونو نښلولو په موخه تر ټولو د چټک اورګاډي سیستم پرانیست. په دې ۴۵۰ کیلومتره شبکې پرانیستو به مکه مکرمه له مدینې منورې ښار سره وتړله شي.
پاچا سلمان ویلي، له ډېرې مودې راهیسې ددغې ۶.۷ میلیاردي پروژې د پرانیستلو په تمه وو.
د اورګاډي د حرمین تر ټولو چټک سیستم مکه او مدینه ښارونه د سور سمندر له لارې له جدې سره نښلوي، چې ټول ټال ۳۵ اورګاډي به په دې شبکه کې فعال وي او په یوه ګړۍ کې به ۳۰۰ کیلومتره واټن وهي.
چارواکو هیله من دي چې د اورګاډي په دې چټک سیستم کې به هر کال ۶۰ میلیون مسافر لېږدول کېږي او په دې سره به د حاجیانو د ګڼې ګوڼې مخه ونیوله شي.
په پام کې ده چې د اورګاډي دا سیستم راتلونکې دوشنبې رسماً فعالیت پیل کړي.
د روان کال تر پایه به هره ورځ دواړو خواوو ته اته سفرونه کېږي، چې بیا وروسته به ۱۲ سفرونو ته اوږدېږي.
د سعودي عربستان د ترانسپورت وزیر نبيل العامودي د سې شنبې په ورځ جده کې د یاد سیستم پرانیستغونډې ته وویل "د حرمینو [دوو سپېڅلو جوماتونو] ترمنځ دا سفر تر هر بل وخت اوس لنډ او اسانه شوی."

د عکس سرچینه، Reuters
مسلمانان معمولاً په حج او عمره کې مکې او مدینې ته په بسونو کې شاوخوا شپږ ساعته سفر کوي، چې اوس به دوی یوازې دوو ساعتونو کې دا سفر کوي.
مکه مکرمه کې د دې اورګاډي تمځی له حرم شریف نه شاوخوا ۴ کیلومتره لرې دی، چې په هر ساعت کې به شاوخوا ۲۰۰۰۰ مسافر سره تبادله کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اورګاډي دا سیستم په دوو پړاونو کې بشپړ شوی، چې د سعودي عربستان، فرانسې، چین او اسپانیا شرکتونه پکې فعال وو.
په پام کې وه، چې دا پروژه شپږ کاله وړاندې بشپړه شوې وای، خو له اصلي پلان نه شپږ کاله وروسته بشپړ شوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای










