د حافظې زوال ناروغه چې سندرو سره په خبرو راځي

د حافظې زوال یوه ناروغه چې بل وخت یې څه او څوک په یاد نه وي او غلې ناسته وي، یوازې هغه مهال په خبرو راځي چې د سندرو په ټولګي کې ناسته وي.
ناتنګهم پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ښيي "سندرې د ماغزو هغې برخې ته رسېږي چې نور شیان نه وررسېږي".
الما ګووجر د برتانیا د ناتنګهم ښار اوسېدونکې ده او له ډېرې مودې راهیسې په ډېمینشیا یا د حافظې د زوال په ناروغۍ اخته ده او د لور په وینا یې بل وخت بېخي غلې وي.
پاولن ګووجر وايي، سندرې ویل یې مور ته وړتیا وربخښي چې د حافظې هغې برخې ته یې لاسرسی ومومي چې د ځوانۍ د مودې سندرې یې پکې خوندي دي.
پاولن چې د مور د ښه کېدو حالت ته په کتو ډېره احساساتي کېږي او ژړا ورځي زیاتوي، "د سهار له خوا مې مور ډېره غلې وي خو چې د سندرو د ټولګي نوم اوري حالت کې یې بدلون راځي".
په داسې ناروغیو د اخته کسانو کورنۍ وايي د سندرو ټولګي د دوی له ناروغو غړو سره ډېره مرسته کوي او حالت یې ښه کوي.

د مېرمن ګووجر د ټولګي سندربولې انجېلا وارېن وايي "ټولګی چې پیل شي ګورئ چې حالت یې بدلېږي او مخ په ښه کېدو ښکاري".
د مېرمن ګووجر لور وايي، مور یې آن لا د سندرو کتاب ته نه ګوري او له خپلې حافظې سندرې وايي.
د ناتنګهم پوهنتون پروفیسوره جستن شنایګر وايي " زه له کلونو راهیسې د حافظې پر زوال څېړنه کوم، په تېره بیا پر ناروغانو د هنرونو پر اغېز کار کوم. داسې ښکاري چې هنر د ماغزو پر هغو برخو اغېز کوي چې نور شیان نه ور رسېږي. "

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسره شنایګر وايي " فکر کوم سندرې د ماغزو متفاوتې برخې ښکېلوي. "
په برتانیا کې د ډېمینشیا یا حافظې د زوال د ناروغۍ د له منځه وړلو او یا کمولو لپاره ډېره هڅه کېږي او هر هغه ممکنه لار ازمایل کېږي چې کېدای شي مرسته وکړي. په دې ناروغۍ ډېری اخته کسان د ډېر عمر لرونکي دي.









