د نهنګ له خېټې ۸۰ پلاستیکي کڅوړې اېستل شوې

ر

د عکس سرچینه، AFP/THAIWHALE

د عکس تشریح، دغه نهنګ تېره دوشنبه له لامبو پاتې شو.

هغه ستر کب یا نهنګ چې د تایلېنډ په سوېلي څنډو کې مړ شوی اتیا پلاستيکي کڅوړې يې ګېډه کې موندل شوې دي.

چاپېریال کارپوهانو د دې نهنګ د ژوند وروستیو ګړیو کې تر وروستۍ شېبې هڅه وکړه چې له ګېډې یې پلاستیکونه راوباسي او ویې ژغوري، خو یوازې د پنځو کڅوړو په ایستلو بريالي شول.

د سمندري ژوند یو کارپوه وايي، دغه کب اتیا کیلوګرامه پلاستیک خوړلی و او په دې دلیل یې نور خوراک نشو کولی.

دا نهنګ تېره دوشنبه د تایلېنډ سمندرغاړه کې په داسې حال وموندل شو چې خوځېدلی نه شو.

د ژواک چاپېریال ملاتړو هڅه وکړه په کښتوړۍ سره دا نهنګ په لامبو را ولي.

هغوی څو ورځې له نهنګ سره تېرې کړې، خو بالاخره د جمعې په ورځ مړ شو.

ر

د عکس سرچینه، AFP/THAIWHALE

کارپوهان اټکلوي که د پلاستيکي کڅوړو کارول او د هغو د بیا کارېدنې نشتوالی همداسې دوام کوي په راتلونکې لسیزه کې به په سمندرونو کې د پلاستيک اندازه درې برابره شي.

سووېل ختیځه اسیا کې تایلېنډ یو هغه هېواد دی چې پلاستیکې کڅوړې پکې ډېرې کارېږي.

اټکل کېږي چې هر کال په دغه سیمه کې د پلاستیکي کڅوړو د خوراک له امله په سلګونو ډوله سمندري ژوي مړه کېږي.