ټرمپ: شمالي کوریا امریکایي زندانیان خوشې کړي

له ښی لاس: ټوني کېم، کېم ډونګ چُل او کېم هاک سونګ

د عکس سرچینه، Reuters / AFP

د عکس تشریح، خوشې کړی شوي زندانیان به امریکا ته ستانه شي. ښی لاس: ټوني کېم، کېم ډونګ چُل او کېم هاک سونګ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی چې شمالي کوریا درې تنه امریکایي وګړي له بنده خوشې کړي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي، امریکا ته په بېرته راستنېدو به د دې درېیو کسانو تود هرکلی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا مهال د شمالي کوریا پلازمېنه پیونګیانګ کې دی، او داسې ګڼل کېږي چې د امریکایي زندانیانو د خوشې کېدو لپاره یې د شمالي کوریا له چارواکو سره مخامخ خبرې کړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري. ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د دې کتنې لپاره نېټه او ځای ټاکل شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د دې درې تنو کوریایي نژاده امریکایي وګړو نومونه کېم هاک سونګ، ټوني کېم او کېم ډونګ چُل ښودل شوي.

دوی د شمالي کوریا د دولت ضد کړنو په تور نیول شوي ول، او ویل کېږي چې په زندان کې شاقه کار ته اړ ایستل شوي دي.

شمالي کوریا او امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو (کیڼ) د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره.

کېم هاک سونګ په ۲۰۱۷ کال کې له شمالي کوریا سره د دښمنۍ په تور نیول شوی و.

ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د درې واړو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی.

ټونې کېم په ۲۰۱۷ کال کې او کېم ډونګ چُل په ۲۰۱۵ کال کې د جاسوسۍ په اړه نیول شوي وو.

د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون تر خبرو وړاندې په دوه اړخیزه خبرو کې د زندانیانو برخلیک یوه مهمه موضوع وه.

د روانې میاشتې په پيل کې داسې رپوټونه رامخې ته شوي ول چې دا کسان له زندانه یوه هوټل ته لېږدول شوي، او له همدې کبله یې د خوشې کېدو تمې ډېرې شوې وې.

بل لور ته سویلي کوریا د دې زندانیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی، او هیله یې څرګنده کړې چې دا ګام به د راتلونکو دوه اړخیزو خبرو لپاره ګټور وي.