شمالي کوریا اتومي او توغندیزې ازموینې "ځنډوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د شمالي کوریا مشر وايي، هېواد یې اتومي او توغندیزو ازموینو ته اړتیا نه لري.
د دې رپوټ له مخکې کېم جونګ اون ویلي له شنبې ټول اتومي او توغندیزې ازموینې دروي.
دا خبر اول ځل د سوېلي کوریا یونهاپ خبري اژانس د د دغه هېواد د مرکزي خبري اژانس له خولې خپور کړ.
لکه څنګه چې رپوټ شوې، دا پرېکړه د شمالي کوریا د واکمن کارګرانو ګوند په مشرتابه شورا کې شوې ده.
د شمالي کوریا حکومتي رسنۍ د دې پرېکړې په تړاو د اطلاعیې په خپرولو سره د کېم جونګ اون له خولې وايي، نور د اتومي او توغندیزو ازموینو ته اړتیا نشته، ځکه دا ازموینې له پوځي پلوه بشپړې شوې او روان ساتل یې پکار نه دی.
شمالي کوریا ته د امریکا د څارګرې ادارې د مشر سي ای اې د مشر د پټ سفر او پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له مشر سره تر لیدنې څو ورځې وروسته ده او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره یو بری ګنلی کېدی شي.
په ورته مهال د امریکا والسټریټ جورنال ورځپاڼې د شنبې په شپه وویل، له مایک پمپیو سره د شمالي کوریا مشر ژمنه کړې چې له ډونلډ ټرمپ سره د خبرو په بهیر کې به پیونګ یانګ درې امریکايي بندیان خوشي کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
له دې خبرې څو منټه وروسته د امریکا ولسمشر په ټوېټر کې د شمالي کوریا د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې لیکل:
شمالي کوریا د ټولو اتومي ازموینو د درولو هوکړه کړې او ټاکلې ده چې په دې برخه کې یوه مهمه بټۍ هم وتړي. د شمالی کوریا او ټولې نړۍ لپاره ښه خبر دی. لوی ګام دی، لیدنې ته په لېوالتیا منتشر یم.
سوېلي کوریاـ چې ولسمشر یې مون جایه- د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ویني، دا پرېکړه یې "ډېره ښه او رغنده" بللې او "د دواړو هېوادونو د مشرانو د راتلونکې غونډې د بري لپاره یې مهم ګام "بللی دی.
په سوېلي کوریا کې د بي بي سي خبریاله لورا بېکر وايي، د پیونګ یانګ د اتومي او توغندیزو ازموینو ځنډول ښايي د کېم جونګ اون د نوي کال د هغه بیان بشپړېدل وي چې ویلي یې و هېواد یې په دغه برخه کې پاموړ موخو ته رسېدلی دی.
د جمعې په ورځ داسې رپوټ هم ور کړل شو چې د شمالي او سوېلي کوریاوو لومړنۍ نېغه تلېفوني اړیکه غځېدلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ټاکلې د دواړو هېوادونو مشران د روانې میاشتې وروستیو کې سره وویني.
د دې تلېفوني اړیکې د غځولو پرېکړه تېره میاشت هغه مهال وشوه چې د ښاغلي مون یو لوی سلاکار پیونګ یانګ ته لاړ او هلته یې له کېم سره ولیدل.
د شمالي کوریا مشر په دغه لیدنه کې د سوېلې کوریا له ولسمشر سره د لیدنې هوکړه وکړه.
ټاکلې ده کېم تر جون پورې د امریکا له ولسمشر سره هم وویني.
لیدنه کله ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
ډونلډ ټرمپ تېره میاشت هغه مهال نړیواله ټولنه حیرانه کړه چې د شمالي کوریا د مشر سره د نېغو خبرو لپاره یې د پیونګ یانګ وړاندیز ومانه.
د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د ولسمشر لیدنه بې مخینې ده.
ښاغلی ټرمپ وايي، دا لیدنه به د جون میاشتې لومړیو یا هم "له هغه لږ مخکې" وي.
شمالی کوریا له څو لسیزو را هیسې د انساني حقونو د سختې خلاف ورزۍ او اتومي وسلو د جوړولو له امله له نړیوالو قوانینو پښه اړوي.
د همدې سرغړونې له امله د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ او سخته ګوښه شوې ده.
دغه هېواد تر اوسه شپږ اتومي ازموینې کړې او داسې توغندي یې هم تجربه کړي چې امریکا ته د رسېدلو وړتیا لري.
خو سږنی ژمی یې سوېلي کوریا کې په اولمپیک لوبو سره د ډيپلوماسۍ لور ته ورسۍ پرانیسته.








