ټرمپ: که د 'کیم جون اون' لیدل بي ګټې وي، نه یې ګورم

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی ټرمپ د جاپان له لومړي وزیر په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې را ښکاره شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که د شمالي کوریا له رهبر کیم جون اون سره پلان شوې لیدنه یې بې ګټې وي، نو ترې تېر به شي.

هغه او د جاپان لومړی وزیر شینزوابي په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د اټومي پروګرام له امله باید پر شمالي کوریا د فشار سیاست دوام ومومي.

د جاپان لومړی وزیر له ښاغلي ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره امریکا ته تللی چې دمګړۍ په فلوریډا ایالت کې دی.

ښاغلي ټرمپ وړاندې منلې وه چې د امریکا د استخباراتي ادارې مدیر مایک پمپیو له ښاغلي کیم سره د لیدنې لپاره شمالي کوریا ته محرمانه سفر کړی و.

نوموړي وویل، ښاغلي پمپیو له ښاغلي کیم سره ښه اړیکي جوړ کړي او د هغوی لیدنه له خنډ پرته تر سره شوې ده.

امریکا او شمالي کوریا له ۲۰۰۰ کال راهیسې په دومره لوړه کچه اړیکي نه وو پاللي.

پتېیل شوې چې ښاغلی ټرمپ به راتلونکی جون د شمالي کوریا له رهبر سره ووینې خو د هغه د لیدنې د ځای لا تر ارزونې لاندې دی.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې ورځ په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، که یې فکر کړی وای چې لیدنه به بریالۍ نه وي، نو هيڅکله به یې نه وه تایید کړې او که (راتلونکې) لیدنه رغوونکې نه وي، ترې تېر به شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، پر شمالي کوریا به د فشار کمپاین تر هغه دوام وکړي چې دغه هېواد په بشپړ ډول له خپلو اټومي موخو لاس واخلي:

" مخکې مې هم ویلي، که شمالي کوریا په بشپړ ډول له اټومي وسلو لاس واخلي، پر وړاندې یې روښانه دروازې پرانیستل کېدونکې دي. دا به د دوی لپاره ستره ورځ وي، بلکې د ټولې نړۍ لپاره به ستره ورځ وي. "

له جاپان سره د بحث وړ ټکي

د جاپان لومړي وزیر وویل، ښاغلی ټرمپ یې هڅولی د هغه جاپانیانو له ازادولو کې ور سره مرسته وکړي چې شمالي کوریا په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ تښتولي دي.

شمالي کوریا ۱۳ جاپانیان د دې لپاره برمته کړي چې خپل جاسوسانو ته د جاپاني دود دستور ور وښيي.

جاپان وايي، د شمالي کوریا له خوا د تښتول شویو جاپانیانو شمېر له ۱۳ لوړ دی او دا مسله دومره حساسه ده چې له امله یې په تېرو لسیزو کې د دواړو هېوادونو اړیکي ډېر خړپړ شوي دي.

درې امریکایان هم د شمالي کوریا په زندانونو کې شته.

ښاغلي ټرمپ وویل، د جاپانیانو د ازادولو لپاره به ډېره هڅه وکړي او زیاته یې کړه:

" موږ همدارنګه هڅه کوو، په شمالي کوریا کې درې امریکايي زندانیان هم خپل هېواد ته راستانه کړو. فکر د دې کار لپاره ښه موکه برابره شوې ده. موږ ښه ډیالوګ لرو. "

د ډونلډ ټرمپ او کیم جون اون لیدنه کله ده؟

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سي ای اې مشر مایک پمپیو د ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر د لیدنې برابرولو لپاره پیونګ یانګ ته تللی و

د سي ای اې مشر د ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر د لیدنې برابرولو لپاره پیونګ یانګ ته تللی و.

ډونلډ ټرمپ تېره میاشت هغه مهال نړیواله ټولنه هکه پکه کړه چې د شمالي کوریا له مشر سره د نېغو خبرو لپاره د پیونګ یانګ وړاندیز ومانه.

د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د ولسمشر لیدنه به بې مخینې وي.

ښاغلی ټرمپ وايي، دا لیدنه به د جون میاشتې په لومړیو یا له هغه لږ مخکې وي.

شمالی کوریا له څو لسیزو را هیسې د بشر حقونو د تر پښو لاندې کولو او اټومي وسلو جوړولو له امله له نړیوالو قوانینو پښه اړوي.

د همدې سرغړونې له امله د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخامخ او سخته ګوښه شوې ده.

دغه هېواد تر اوسه شپږ اټومي ازموینې کړي او داسې توغندي یې هم تجربه کړي چې امریکا ته د رسېدلو وړتیا لري.

خو سږنی ژمی په سوېلي کوریا کې د اولمپیک لوبو پیلېدو د ډیپلوماسۍ لور ته د دغه هېواد کړکۍ پرانیسته.