پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا او د سي ای اې د مشرانو لیدنه

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د څارګرې ادارې یا سي ای اې مشر د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره د پټې لیدنې لپاره پیونګ یانګ ته تللی و.
امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او رویټرز خبري اژانس ته ویلي، مایک پمپیو د سپېڅلي اختر اونۍ رخصتیو کې (د مارچ په ۳۱ او د اپرېل په اوله) د شمالي کوریا پلازمېنې ته تللی و.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ د خبرو لپاره شرایط برابرول دې سفر موخه بلل شوې ده.
له دې څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر وویل، د دواړو هېوادونو مشرانو د تاریخي لیدنې لپاره امریکايي چارواکو له شمالي کوریا سره نېغې خبرې کړې دي.
ډونلډ ټرمپ زیاته کړه، موږ نېغې خبرې ... په لوړه کچه وې.
نوموړي دا هم وویل، چې د ده او کېم جونګ اون ترمنځ د لیدنې لپاره پنځه سیمې ارځول کېږي.
نوموړي په فلوریډا کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره په لیدنه کې دا خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، AFP
دا دویم ځل دی چې ښاغلی ټرمپ فلوریډا کې په خپله شخصي بنګله مارالاګو کې له شینزو ابې سره ویني.
ښاغلي ابې د شمالي کوریا له مشر سره د ولسمشر ټرمپ د لیدنې منل "مېړانه" وبلله.
خو په ټوکیو کې دا اندېښنه شته چې د ښاغلي ټرمپ د دغو دوه اړخیزو لیدنو په پلانونو سره ممکن جاپان څنډې ته کړل شي.
ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل، چې دواړه هېوادونه "د شمالي کوریا په تړاو ګډ نظر لري".
په ورته مهال څارونکي وايي، شینزو ابې د دې لپاره امریکا ته تللی چې ډونلډ ټرمپ قانع کړي، چې څومره شونې وي د شمالي کوریا پرضد د لوېدیځ له سخت درېځ ډډې ته نه شي.
لیدنه کله ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
ډونلډ ټرمپ تېره میاشت هغه مهال نړیواله ټولنه حیرانه کړه چې د شمالي کوریا د مشر سره د نېغو خبرو لپاره یې د پیونګ یانګ وړاندیز ومانه.
د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د ولسمشر لیدنه بې مخینې ده.
ښاغلی ټرمپ وايي، دا لیدنه به د جون میاشتې لومړیو یا هم "له هغه لږ مخکې" وي.
شمالی کوریا له څو لسیزو را هیسې د انساني حقونو د سختې خلاف ورزۍ او اتومي وسلو د جوړولو له امله له نړیوالو قوانینو پښه اړوي.
د همدې سرغړونې له امله د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ او سخته ګوښه شوې ده.
دغه هېواد تر اوسه شپږ اتومي ازموینې کړې او داسې توغندي یې هم تجربه کړي چې امریکا ته د رسېدلو وړتیا لري.
خو سږنی ژمی یې سوېلي کوریا کې په اولمپیک لوبو سره د ډيپلوماسۍ لور ته ورسۍ پرانیسته.








