'د امریکا او شمالي کوریا تر منځ مخامخ اړیکي شته'

رېکس ټېلرسن بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي ژنپینګ سره له خبرو وروسته دغه څرګندونې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رېکس ټېلرسن بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي ژنپینګ سره له خبرو وروسته دغه څرګندونې کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي، امریکا او شمالي کوریا له یوه بل سره مخامخ اړیکه کې دي او امریکا د احتمالي خبرو لپاره لارې چارې لټوي.

بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي ژنپینګ سره له خبرو وروسته نوموړي وویل، د واشنګټن او پیونګیانګ تر منځ د خبرو سرچینې شته او له هغو نه د دې لپاره کار اخیستل کېږي، چې معلومه شي، دوی خبرو ته چمتو دي او که نه.

چین د شمالي کوریا مهم پلوي هېواد دی او سره له دې چې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي، چین غواړي د امریکا او شمالي کوریا تر منځ خبرې وشي. بل لور ته د امریکایانو دریځ دا دی، چې د شمالي کوریا اتومي پروګرام کابو کولو کیلي د چین لاس کې ده.

چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفره وروسته ټاکل شوې ده، چې نومبر کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته سفر وکړي. دا وروستیو کې د شمالي کوریا او امریکا تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې ډونلډ ټرمپ کیم جون اوون 'توغندیز سړی' بللی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې ډونلډ ټرمپ کیم جون اوون 'توغندیز سړی' بللی

له تاوتریخوالي ډکو څرګندونو سره هم کارپوهان د دواړو هېوادونو تر منځ وسله وال ټکر شونی نه بولي.

ولسمشر ټرمپ ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال د شمالي کوریا مشر کیم جون اوون د ملنډو په ډول یاد کړ، چې 'توغندیز سړی د ځانوژنې پر ماموریت وتلی دی '

بل لور ته د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر ریونګ هو د امریکايي ولسمشر په اړه ویلي و، چې 'د ځانوژنې ماموریت کوي. '