امریکا د شمالي کوریا د جګړې ادعا بابیزه وبلله

د عکس سرچینه، AFP
واشنګټن د پیونګ یانګ هغه ادعا غندلې، چې په وینا یې که د امریکا جنګي الوتکې د شمالي کوریا له هوايي قلمروه بهر هم وي، ځواکونه یې د ویشتلو حق لري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې اپلتې بللې، چې ویلي یې وو، امریکا له شمالي کوریا سره د جګړې اعلان کړی.
هغه دا خبرې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې ټوېټري ګواښنې په تړاو کړې وې، چې ویلي وو، د شمالي کوریا د مشرتابه وخت نور ډېر نه دی پاتې.
امریکا د شمالي کوریا دا ګواښ چې حق لري د امریکا الوتکې له خپل هوايي حریم دباندي په نښه او نسکورې کړي، د نړیوال قانون له احکامو سره په ټکر کې وباله .
د سپینې ماڼې ویاندې سارا هکبي سنډرز د شمالي کوریا وروستي ګواښ په ځواب کې وویل دا سمه نه ده چې په بله سیمه کې څوک زموږ الوتکې په نښه کړي.
دا وايي د نړیوالو اوبو پرسر د نورو هېوادونو د الوتکو په نښه کولی سم کار نه دی. امریکا په سوله ییزه لارو له اتومي وسلو د کوریا ټاپووزمې د خالي کولو هڅې کوي.
نوموړې وویل هېواد یې د شمالي کوریا پرضد د جګړې اعلان نه دی کړی ، او دا خبرې بالکل خندوونکي دي چې ګواکې امریکا د شمالي کوریا پرضد د جګړې اعلان کړی.
د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر د هغو څرګندونو په ځواب کې شوي چې ویلي و امریکا د شمالي کوریا پرضد د جګړې اعلان کړی او هېواد یې د نړیوالو قوانینو له مخې حق له ځانه دفاع وکړي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري یونګ هو له امریکا خپل هېواد ته له ستنیدو وړاندې خبریالانو ته وویل:
"د ملګرو ملتونو ټولو غړي هېوادونه او نړیواله ټولنه باید دا په یاد ولري چې لومړی امریکا زموږ د هېواد پرضد د جګړې اعلان وکړ.د ملګرو ملتونو منشور هېوادونو ته له خپل ځانه د دفاع حق ورکړی. نو ، موږ له خپل ځانه ددفاع حق لرو ، او حق لرو چې د امریکا بمب غورځوونکي الوتکې په نښه کړوآن که زموږ هوايي حریم ته داخلې شوي هم نه وي."
دا څرګندونې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د وروستیو ناندریو په لړ کې شویو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغو ناندریو وروسته له هغه زور واخیست چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر خلاف لرې واټن ویشتونکي توغندي چې امریکا په نښه کولی شي وازمایل او یوه بل اتومي ازمایښت یې هم تر سره کړ.

د عکس سرچینه، AFP
"ټرمپ لېونی دی"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پرمهال وویل امریکا صبر کوي خو که اړشي نو له خپل ځان او د ملګرو هېوادونو نه دفاع وکړي نو شمالي کوریا به په بشپړه توګه ویجاړه کړي. دفاع لپاره به پرشمالي کوریا برید وکړي.
خو په ځواب کې یې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ښاغلی ټرمپ په لېونتوب تورن کړ او زیاته یې کړه دا څرګندونې ښيي چې پيونګ یانګ سمه لاره غوره کړې ده.










