د نړۍ یوه ډېر ګوښي هېواد کې د ژوند رنګونه

د عکس سرچینه، NK News
که څه هم ډونلډ ټرمپ او کیم جون اوون یوه بل ته د محو کولو ګواښونه کوي، خو شمالي کوریا کې د نور کله په څېر ژوند او چارې یې دوام لري.
دغه تصویرونه د شمالي کوریا خبري ټیم ستمبر کې د هېواد له بېلا بېلو برخو یو ځای کړي دي. تصویرونو کې د ورځني ژوند په چارو بوخت خلک لیدل کېږي.
د شمالي کوریا دغه اوسېدونکي ونسان ښار کې سیل ته وتلي دي. د دوی پر څېرو د امریکايي بندیزونو یا تاوتریخوالي کومه نښه نښانه نه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، NK News
دغو ماشومانو شوخ رنګه سپورتي کالي اغوستي دي او له لږ غور وروسته د دوی کالي د اډیډاس او نایکې په څېر د کالیو مشهورو لوېدیځو برانډونو تقلید معلومېږي او دغه ډېری ماشومان به ښايي له دغو برانډونو په اړه معلومات نه لري.

د عکس سرچینه، NK News
دغې کښتۍ کې به ځايي اوسېدونکو د جاپان نیګاتا بندر ته سفر کاوه. ۲۰۰۶ کال کې له بندیزونو وروسته د کښتۍ تګ راتګ په ټپه ودرېد، خو کارکوونکي یې لا هم خپلې چارې تر سره کوي.

د عکس سرچینه، NK News
سمندري خواړه یو مهال د شمالي کوریا له مهمو صادراتو بلل کېدل، خو اګست کې د ملګرو ملتونو له بندیزونو وروسته د سمندري خوړو صادرات په ټپه درېدلي دي او یوه برخه یې ځايي بازار ته وړاندې کېږي.

د عکس سرچینه، NK News
تر اوږدې مودې پورې له چین او جاپانه الیکترونیکي بایسکلونه واردیدل، چې پلازمېنه کې به تر سترګو کېدل، خو اوس کوچنیو ښارګوټو کې هم لیدل کېږي او له دې ښکاري چې ښايي له پیونګ یانګ نه بهر هم پرمختګ کېږي.

د عکس سرچینه، NK News
که یوه لور ته په ډېرو ښارونو کې د تګ راتګ لپاره له بایسکلونو کار اخیستل کېږي، نو بل لور ته د کباړ لېږدولو لپاره په هیم هنګ ښار کې غوايي ګاډۍ هم استعمالېږي. دغه کباړ له ریسایکل وروسته بېرته د کاروولو وړ جوړیږي.

د عکس سرچینه، NK News
له دې کسانو سره ناستې ښځې پر یوه پلاستیکي بېګ لاس ایښی، چې د چینايي او جاپاني ټیټې بیې برانډ مینیسو تولید دی. د تصویر اخیستونکې شمالي کوریا نیوز په رپوټ کې ویل شوي، دغې ادارې خپل لومړنی پلورنځی پسرلي کې پرانیستی و، خو د سختو بندیزونو له کبله یې نوم بدل کړ.

د عکس سرچینه، NK News
له بندیزونو وروسته یو شمېر پټرول اسټېشنونه تړل شوي دي او د برېښنا نشتوالي له کبله ځینې ځايي اوسېدونکو د لمریزې برېښنا کاروول پيل کړي دي.

د عکس سرچینه، NK News
له اقتصادي ستونزو سره هم پروپاګند کېږي. هر کال د بنسټ ورځې په نامه مراسم تر کېږي، پلازمېنه کې د نڅا او سندرو بانډارونه کېږي، دغه ځوانه ښځه دغو مراسمو کې ګډون ته چمتو ښکاري.

د عکس سرچینه، NK News
حکومت لار ښوونکي سیلانیان د جګړې اړوند موزیم ته بیايي. له تاوتریخوالي سره هم خندا او موسکا لیدل کېدای شي.

د عکس سرچینه، Alamy
شمالي کوریا وايي هره شېبه جګړې ته چمتو دي. د یوې لویې لارې اوږدو کې دغه کانکریټي خنډونه د ټانکونو مخنیوي لپاره جوړ شوي دي. د دغو خنډونو بنسټونو کې بارووت ځای پر ځای شوي دي او د برید په صورت کې یې چاودنه د مخالف ځواک د ټانکونو مخنیوی کوي.
د بالسټیک توغندیو او اتومي ازموینو په اوسني دور کې دا په ظاهره د ټانکونو د جګړې یو پخوانی تکتیک معلومېږي، خو له رواني پلوه یو خبرداری بلل کېږي، چې هر مهال د جګړې احتمال یادوي.

د عکس سرچینه، NK News
ټول تصویرونه له شمالي کوریا نیوز نه اخیستل شوي دي، چې د شمالي کوریا په اړه یې د ځانګړې خپرونې برخه ده. له نړۍ دغه ګوښي هېواد کې د حکومتي ساتونکي له اجازې پرته تصویر نه شي اخیستل کېدای او دغه ساتونکي تل هلته لیدل کېږي.








