''جنوبي کوریا: پیونګ یانګ خپل اتومي ازموینځي تړي''

د شمالي کوریا د اتومي ازموینو مرکز
د عکس تشریح، د شمالي کوریا د اتومي ازموینو مرکز

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د شمالي هغې مشر ژمنه کړې چې راتلونکې میاشت د خپل هېواد د اټومي ازموینو مرکزونه به د یولړ مراسمو په ترڅ کې له منځه یوسي.

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د شمالي هغې مشر ژمنه کړې چې راتلونکې میاشت د خپل هېواد د اټومي ازموینو مرکزونه به د یولړ مراسمو په ترڅ کې له منځه یوسي.

د جنوبي کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ددې مراسمو لیدو لپاره به نړیوال کارپوهان هم د ګډون لپاره وروبولي.

ویل کېږي چې د دواړو کوریاګانو مشرانو په لومړۍ تاریخي لیدنه کې، د شمالي کوریا مشر ویلي، د خپل هېواد وخت به له جنوبي کوریا سره یوشان کړي.

ددوی ترمنځ نیم ساعت فرق دی.

دا څرګندونې د ټرمپ تر هغه اعلان وروسته شوې، چې ګني له شمالي کوریا سره به خبرې "راتلونکو درو یا څلورو اونیو کې پیل شي''.

د جنوبي کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند مون جای این ویلي، دا تړل به په عام ډول ترسره کېږي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ ویلي "دا ناسته به ډېره مهمه وي"

بل خوا، ولسمشر ټرمپ له کیم جونګ سره ګډه ناسته ستایلې چې په وینا یې ''دا به ډېره مهمه ناسته وي او د کوریا له نیمه ټاپو نه به د اتومي وسلو د ایستلو په تړاو مهمې خبرې وشي''.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پومپیو دا ''ښې خبرې'' بللې دي.

نوموړي د جمعې په ورځ وویل، کیم او د جنوبي کوریا مشر مون جای اېن پر دې سلا شول چې دغه نیمه ټاپو به له اتومي وسلو پاکوي.

د دواړو کوریاګانو پرپوله دا ناسته د دوی له سختو لفظي شخړو څو میاشتې وروسته جوړه شوه، چې شمالي کوریا پکې ان د جګړې ګواښ هم کړی و.

د کوریاګانو مشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا د ژمنیو اولمپیک سیالیو له پیلېدو راهیسې په کمېدو ده

د دواړو کوریاګانو مشرانو ویلي، له امریکا او چین سره به د کوریا د ۱۹۵ کال د جګړې ختمېدو په اړه رسمي خبرې وکړي.

دواړو غاړو تر جګړې وروسته د اوربند اعلان وکړ، خو بشپړه سوله یې رانه وستله.