ټرمپ: پر شمالي کوریا به فشار روان وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر له اټومي وسلو د تشې کوریا ټاپو وزمې لپاره د دواړو کوریاوو ترمنځ له تړون وروسته وايي، چې پر پیونګ یانګ فشار روان وي.
ډونلد ټرمپ هیله من دی چې یوه ورځ به د دې ټاپووزمې د دواړه کوریاوو خلک له اټومي وسلو پرته له یو بل سره ژوند وکړي.
ښاغلی ټرمپ دا خپل مسوولیت بولي چې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره راتلونکو اونیو لیدنه کې تړون وکړي.
د شمالي او سوېلي کوریا مشران د جمعې په ورځ په تاریخي ناسته کې له اټومي وسلو د تشې کوریا ټاپووژمې په سر هوکړې ته ورسېدل.
کېم جونګ اون له دې خبرو وروسته دواړه کوریاوې یو ملت وباله.
کوریاوې له ۱۹۵۳ کال راهیسې رسماً له یوه بل سره د جګړې په حال دي، خو له کلونو کلونو راهیسې د دوی ترمنځ ډېر کم نښته کېږي.
د شمالي کوریا ۳۴ کلن مشر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ او پراخ هرکلي سره د سوېلي کوریا په خاوره په ګام اېښودلو سره د دې ټاپووزمې د کړکېچ ختمولو لپاره د خپل ښه نیت خبره وکړه.
نوموړي د سوېلي کوریا له ولسمشر سره تر یوې ورځنۍ لیدنې او خبرو وروسته په داسې مهال پیونګ یانګ ته ستون شو چې د هغه هیله ناکې څرګندونې د نړیوالو خبرونو په سرټکو کې راغلې دي.
ښاغلي کېم وویل:

د عکس سرچینه، Reuters
- موږ د دواړو کوریاوو ترمنځ سړو او کنګل اړیکي ختموو، لکه یوه خپسکه. اوس یوه سمسور پسرلي ته سلام کوو.
- موږ یو ملت یو، یوه ژبه، یو توکم، یو اقلیم یو، باید یو شو او د یو بل ترڅنګ نېکمرغ شو.
- د دې اړیکو د جوړولو په لار کې به سختي، ناکامي او ان شاتګ هم را شي، ځکه چې له رنځ او کړاو پرته بری نه وي.
کوم تړون وشو

د عکس سرچینه، EPA
د شمالي کوریا لپاره یوه مهمه موضوع هغه اټومي امنیتي مسوولیت دی چې امریکا سوېلي کوریا او جاپان ته ور کړی او په دغو هېوادونو کې پوځ لرل.
څارونکي وايي، د دواړو کوریاوو ترمنځ هوکړه هغه ورته مادې لري چې د کېم پلار له یوې لسیزې مخکې د سوېلي کوریا له مشر سره پرې هوکړه کړې وه، خو لږ وروسته پیونګ یانګ سترګې پر پټې کړې او اټومي ازموینې یې پیل کړې.
په ورته مهال هغه د دواړو مشرانو خبرو کې له اټومي وسلو پر پاکه شمالي کوریا پر ځای تر ډېره له اټومي وسلو پر پاکه کوریا ټاپووزمه ټینګار شوی دی او دا د پیونګ یانګ د اټومي بې وسلې کول مانا نه لري.
له دې سره سره د دواړو کوریاوو مشرانو د جمعې ورځې لیدنې په پای کې- چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې وسلې سیمه کې له ځانګړو تشریفاتو سره جوړه شوې وه- وویل، چې په دې څیزونو یې هوکړه کړې ده.
- د یو بل په مقابل کې له غلیمانه هڅو ډډه کول
- د تبلیغاتي جګړې په پای ته رسولو سره مشهوره سرحدي سیمه چې په "بې وسلې سیمه" مشهوره ده د "د سولې سیمه" بلل. دواړو هېوادونو د لاسپېکرونو له لارې له کلونو راهیسې د یو بل پرضد په دغه سرحدي سیمه کې تبلیغ کاوه، خو څه مهال مخکې یې وځنډاوه
- د پوځ کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي کړکېچ کمول
- د چین او امریکا په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور اړخیزو خبرو هڅه
- د هغو کورنیو ستنېدلو ته لار برابرول چې د دواړو کوریاوو له جنګ وروسته سره بېلې شوې ديږ
- د دواړو هېوادونو ترمنځ پټلۍ نښلول او د لارو او سړکونو رغول.
- د سږنیو اسیايي سیالیو په څېر ورزشي لوبو کې ګډون
امریکا او چین څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
چین د دواړو کوریاوو د مشرانو د لیدنط هرکلی کوي او د دې ټاپووزمې د کړېچ اوارولو لپاره یې د دوی جدیت ښيي.
بېجینګ هیله من دی چې له دغې تاریخي لیدنې پیدا شوې هیلې دوام ولري.
د امریکا ولسمشر وايي، د دواړو کوریاوو د مشرانو لیدنه لا هم ارځوي.
هغه ټینګار کوي چې امریکا به د شمالي کوریا مشر نه پرېږدي چې پر دوی لوبې وکړي.
نوموړی زیاتوي، بالاخره به حل لاره مومي او که داسې ونه شول له خبرو به پورته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پمپیو- چې د روانې میاشتې لومړیو کې پیونګ یانګ ته پټ تللی او هلته یې د شمالي کوریا له مشر سره لیدلی وو- وايي کېم جونګ اون تړون کولو ته جدي دی.
نوموړي بروکسل کې د ناټو غونډې ته وویل، د ډونلد ټرمپ په مشرۍ پر شمالي کوریا د نړۍ اقتصادي فشار کېم جونګ اون قانع کړ چې د اټومي وسلو د لرې کولو خبرې د ځان په ګټه وبولي.









