تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: شمالي کوریا امریکایي زندانیان خوشې کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی چې شمالي کوریا درې تنه امریکایي وګړي له بنده خوشې کړي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي، امریکا ته په بېرته راستنېدو به د دې درېیو کسانو تود هرکلی کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا مهال د شمالي کوریا پلازمېنه پیونګیانګ کې دی، او داسې ګڼل کېږي چې د امریکایي زندانیانو د خوشې کېدو لپاره یې د شمالي کوریا له چارواکو سره مخامخ خبرې کړي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري. ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د دې کتنې لپاره نېټه او ځای ټاکل شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
د دې درې تنو کوریایي نژاده امریکایي وګړو نومونه کېم هاک سونګ، ټوني کېم او کېم ډونګ چُل ښودل شوي.
دوی د شمالي کوریا د دولت ضد کړنو په تور نیول شوي ول، او ویل کېږي چې په زندان کې شاقه کار ته اړ ایستل شوي دي.
کېم هاک سونګ په ۲۰۱۷ کال کې له شمالي کوریا سره د دښمنۍ په تور نیول شوی و.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د درې واړو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی.
ټونې کېم په ۲۰۱۷ کال کې او کېم ډونګ چُل په ۲۰۱۵ کال کې د جاسوسۍ په اړه نیول شوي وو.
د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون تر خبرو وړاندې په دوه اړخیزه خبرو کې د زندانیانو برخلیک یوه مهمه موضوع وه.
د روانې میاشتې په پيل کې داسې رپوټونه رامخې ته شوي ول چې دا کسان له زندانه یوه هوټل ته لېږدول شوي، او له همدې کبله یې د خوشې کېدو تمې ډېرې شوې وې.
بل لور ته سویلي کوریا د دې زندانیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی، او هیله یې څرګنده کړې چې دا ګام به د راتلونکو دوه اړخیزو خبرو لپاره ګټور وي.