شیرین عبادي د ایران پر واکمن نظام سیاسي بندیزونه غواړي

شیرین عبادي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شیرین عبادي له پولیسو او انقلابي ګارد هم غوښتي چې خپل "لاریوني وروڼه او خویندې ونه وژني".

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو ایرانۍ فعالې او وکیلې شیرین عبادي پر نړیوالې ټولنې د ایران پر واکمن د سیاسي بندیزونو لګولو له لارې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

نوموړې ویلي، نړیواله ټولنه باید د تهران واکمن ضد لاریونونو ملاتړ وکړي.

هغې لندن کې له "رویټرز" خبري اژانس سره مرکه کې عبادي لاریونیانو هڅولي چې خپل ولسي لاریونونه ونه دروي او کوڅو ته راووځي.

هغې له پولیسو او انقلابي ګارد هم غوښتي چې خپل "لاریوني وروڼه او خویندې ونه وژني".

د تېرې کال ډیسمبر پر ۲۸مه ایران کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شول. دا لاریونونه له مشهد ښاره وروسته تر هغه پیل شول، چې حکومت د سونتونکو د بیو لوړېدو د پلان اعلان وکړ.

د لاریونونو دا لړۍ د ایران څه باندې ۸۰ ښارونو او کلیو ته وغځېده چې زرګونه ځوانانو او قهرېدلو کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

لاریونیانو چارواکي په فساد تورن کړل چې په وینا یې په لوی لاس بې کارۍ ته لار هواروي.

.

د عکس سرچینه، RARS

د عکس تشریح، دا مظاهرې د جمعې او شنبې په ورځ پلازمېنې تهران، کرمانشاه، کورد ښار، بندر عباس، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم اباد، اهواز، کرج او تنکابن ته پراخې شوې او ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې دي.

دوی ویل، د حکومت دا پلان د بې وزله او شتمنو ترمنځ موجود واټن لا پسې ډېروي.

ایراني چارواکو ویلي، دا لاریونونه په بهرنۍ لمسونې پیل شوي.

شیرین عبادي د ۲۰۰۳ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکې ده. هغې ته له بشري حقونو د دفاع او د دیموکراسۍ د پیاوړې کولو له کبله دا جایزه ورکړل شوې وه.

د ویډیو تشریح، ایران کې مظاهرې