ایران کې پولیسو او مظاهره چیانو خپلمنځي نښته کړې

د عکس سرچینه، UGC
سره له دې چې د ایران حکومتي رسنۍ د تهران او اصفهان په ګډون د لویو ښارونو د ارامېدلو خبره کوي، خو رپوټونه وايي، چې لا هم په څو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، د اصفهان ښار په لنجان ولسوالۍ کې د پولیسو قومندانۍ باندې برید شوی دی.
د ایران تلوېزون دې بریدګرو ته د بلواګرو نوم کاروي او وايي، چې کوم پولیس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کرج ښار شمال کې هم د شپې وروستیو ګړیو کې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ تیت پرک جګړه شوې ده.
ویل کېږي لاریونوالو د حکومت ضد شعارونه ور کول او د پاچاهي نظام غوښتنه یې کوله.
له خرام اباد، ماهشهر او ایذه هم د ورته مظاهرو خبرونه خپاره شوي دي.

د عکس سرچینه، Shohadayeiran
تهران کې تېر ماښام د تیارې په خورېدلو سره د پولیسو ځانګړي کنډکونه په هغو سیمو کې مېشت شوي چې وړمه شپه پکې نارامي وه.
د خپرو شویو انځورونو له مخې، د اصفهان په خمیني شهر، د حوزستان په ابادان او سلیمان مسجد او د ختیځ اذربایجان په تبریز کې هم مظاهرې ښودل کېږي.
داسې انځورونه هم خپاره شوي چې لاریونوال پکې د امنیتي ځواکونو پر موټرو برید کوي.
د کوردستان په سنندج کې هم د ډېرو خلکو مظاهره لیدل کېږي.
حکومتي ادارې وايي، چې د تېرو پنځو ورځو مظاهرو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.
په ایران کې تلیګرام خواله رسنۍ لا هم له محدودیت سره مخ ده.
په ایران کې دا مظاهرې تېره پنجشنبه د مشهد له لاریون وروسته پراخې شوې.
لاریونوالو د خوراکي توکو د ګراني له امله اعتراض وکړ، خو وروسته نورو ښارونو ته په غځېدلو پسې سیاسي رنګ ور کړل شو.
غبرګون

د عکس سرچینه، IRIB
دا په ایران کې د ۱۳۸۸ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته تر ټولو لویې مظاهرې دي.
هغه مهال که د ولسمشر احمدي نژاد د بریالیتوب پرضد پیل شوې وې، دا مهال پکې د مذهبي مشر د لرې کېدلو غوښتنه کېږي.
د ایران مذهبي مشر د سې شنبې په ورځ په لومړي ځل دغو مظاهرو ته غبرګون وښود.
هغه د خپل هېواد "دښمنان" تورن کړل چې ګواکې خلک یې مظاهرو ته پارولي دي.
د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي اکبر ولایتي هم وویل: څوک چې په بلوا کې د ایران بیرغ سوځوي، د ایران د مخالفانو او دوښمنانو استازي دي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هباې وايي، د ایران هغه تورونه چې بهرني دښمنان یې د مظاهرو تر شا دي 'بشپړ دروغ ' دي.
د هغې په خبره، ایران تل هغه کار کوي چې پخوا یې کړی او هغه هم د هر څه پړه په نورو اچول.
نوموړې وايي، د ایران د لاریونونو په تړاو امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې رابللو پلان لري.









