د ایران مظاهرو کې د وژل شویو شمېر ۲۱ کسانو ته ورسېد

د عکس سرچینه، UGC
د ایران دولتي تلوېزون وايي، د سې شنبې شپې مظاهرو کې یواځې په اصفهان ولایت کې ۹ کسان وژل شوي دي.
خبر چینل زیاتوي چې ۶ کسان په قهدریجان، یو کس په خمیني ښار، یو بسیجی د نجف اباد په کهریزسنګ او یو پولیس له نجف اباد ښار سره نږدې وژل شوی دی.
دا په داسې مهال دی چې د ایران یو خبري اژانس وايي، په خمیني ښار کې دوه کسان وژل شوي دي.
ایرانۍ رسنۍ وايي، لاریونوالو په قهدریجان کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ او ور یې ور واچاوه.
له دې مخکې د شنبې ورځې مظاهرو کې د دوو کسانو او د یکشنبې ورځې لاریونونو کې د ۱۰ کسانو ووژنه تایید شوې وه.
د تهران د والي سیاسي امنیتي مرستیال علي اصغر وايي، د لاریونونو بهیر کې یې یواځې په دغه ښار کې ۴۵۰ کسان نیولي دي.

د عکس سرچینه، iSna
د سپاه پاسدران د ثارالله لېوا قومندان اسماعیل کوثري وايي، تهران کې د تاوتریخوالي دوام نه زغمي.
د نوموړي په خبره، که تهران کې نارامي وي، پرېکنده پرېکړه کوي او هغه مهال به هرڅه اوار شي.
تراوسه له لاریونونو سره بسیجیان او پولیس ښکېل دي، خو برید جنرال کوثري وايي، که د همکارۍ غوښتنه ترې وشي، نو لاس پکار به شي.
په تهران کې له تېرې پنجشنبې راهیسې مظاهرې روانې دي، چې ورځ له بلې نورو ښارونو ته پراخېږي.
دا لاریونونه چې له مشهد پیل شول، د لومړنیو توکو د بیې د لوړوالي او اداري فساد ضد شعارونه یې ور کول.
خو وروسته یې سیاسي بڼه خپله کړه او ان د ایران د مذهبي مشر پرضد هم پکې شعارونه اورېدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د ایران د ملي امنیت شورا منشي په دغه هېواد کې وروستیو لاریونونو ته په اشارې سعودي عربستان د تهران پرضد "په نیابتي اینټرنېټي جګړه" تورن کړ.
علي شمخاني د سعودي چارواکو ته خبرداری ور کړ چې ایران به سخت ځواب ور کړي.
د ریاض او تهران چارواکي وروستیو کلونو کې یو د بل پرضد توندې خبرې کوي.
د سعودي ولیعهد اوه میاشتې مخکې په یوه مرکه کې وویل: "موږ به هڅه وکړو چې جګړه د ایران خاورې ته وغځوو، نه د سعودي عربستان".
د علي شمخاني دا خبرداری په ایران کې د لاریونونو تر پیلېدلو راهیسې لومړنی ښکاره غبرګون دی ، چې ریاض په دې مظاهرو کې په لاس لرلو تورنوي.








