ایران کې ولې خلک لاریونونه کوي؟

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تهران کې د شپې هم مظاهرې وې.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

د ایران تر ټولو مهم مذهبي ښار مشهد کې تېره پنجشنبه مظاهره وشوه.

دا مظاهرې د جمعې او شنبې په ورځ پلازمېنې تهران، کرمانشاه، کورد ښار، بندر عباس، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم اباد، اهواز، کرج او تنکابن ته پراخې شوې او ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې دي.

په خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې تهران کې ځینې مظاهرې تر نیمې شپې روانې وې.

مظاهرې د ناوړه اقتصادي حالت، د سونتوکو او لومړنیو موادو د بیو د لوړېدلو او اداري فساد په نوم پیل شوې.

د تهران پوهنتون استاد محمد مراندي له الجزیره سره خبرو کې وايي، له اټومي تړون وروسته له خلکو سره هیله وه چې اقتصادي وضعیت به ښه شي او له امریکا سره به اړیکي نوي پړاو ته لاړ شي.

خو د خلکو اقتصادي وضعیت کې کوم مثبت بدلون نه لیدل کېږي او امریکا هم پر دغه هېواد د هغه څه له امله بندیزونه ولګول چې له اټومي تړونه د ايران سرغړونه او په نورو هېوادونو کې یې لاسوهنه بولي.

که څه هم دا مظاهرې د ناوړه اقتصادي حالت په نوم پیل شوې، خو د مظاهره چیانو له ځینې شعارونو ښکاري چې سیاسي او ملي بڼه یې خپله کړې ده.

ابهر ښار کې لاریونوالو د ایران د مذهبي مشر لوی انځور سوځولی دی او مختلفو سیمو کې دا شعارونه ور کول کېږي "مرګ پر دیکتاتور"، "خامنه يي قاتل ولایت یې باطل"، "نه غزه نه لبنان، قربان له ایران" او "اسلام مو پلمه کړ، ولس مو ذلیل کړ " "موږ اریايي یو، عرب نه پالو"

مظاهره چې د ایران له تر ټولو مهم مذهبي او سپېڅلي ښار مشهد کې پیل شوې، بل ځواکمن روحاني مرکز قوم(قم) ولایت کې یې هم رنګ موندلی.

قم داسې ښار دی چې د ایران د ۱۹۷۹ مذهبي انقلاب ډېری مشران او ملاتړي یې په غېږ کې روزل شوي دي.

مذهبي ښارونو او د لږکیو سیمو کې مظاهرې

v

د عکس سرچینه، fars

اوسنۍ مظاهرې د ۲۰۰۹ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته تر ټولو لویې بلل کېږي، خو هغه لاریونونه چې د حکومت په مقابل کې و، له تهران( سیاسي مرکز) پیل شول، مګر دا مظاهرې له مذهبي ښارونو پیل شوې.

په دې ښارونو کې مظاهرې د ایران د نظام او خلکو ترمنځ یو بل واټن ښيي.

د نړیوالې سولې لپاره د کورنګي بنسټ یو غړی کریم ساجدپور له سي اېن اې سره خبرو کې دا مظاهرې د ایران د مذهبي مشر د رول په مقابل کې یو نېغ ګواښ بولي.

"دا داسې څه دي چې د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته پېښ نه شول او دا یوه لویه خبره ده چې ایران کې پېښېږي".

د ایران د لاریونونو په اړه له لندن خپریدونکې شرق اوسط ورځپاڼه هم په قوم او مشهد کې لاریونونو ته په اشارې وايي:

"د ایران نظام چې د مذهب په نوم يې ځان ته رواتوب ورکړی او خپل شوم پلانونه یې د مشروعیت تر همدې پلو پټ کړي ښيي چې د امام خمیني د انقلاب په مرکزونو کې یانې قم او مشهد کې نور د دې انقلاب مشروعیت له منځه تللی".

پر مذهبي ښارونو سربېره د ایران د لږکیو په سیمو کې هم اوسنۍ مظاهرې روانې دي.

کرمانشاه چې د ایران د کورد توکمو تر ټولو لوی ښار دی او اهواز چې د عرب توکمو لوی ټاټوبی دی د دې مظاهرو په ډګر بدل شوي دي.

دا داسې سیمې دي چې وخت ناوخت پکې د ایران د امنیتي ځواکونو او بېلتونپالو ترمنځ نښتې کېږي.

د اوسپنیز سوک ګواښ

v

د عکس سرچینه، fars

د ایران حکومت لومړیو کې هڅه کوله، مظاهرې کم ارزښته وښيي.

د دغه هیواد تر ټولو پیاوړي ځواک( سپاه پاسداران) له دوی سره خواخوږي ښودله.

دې ځواکونو ته نږدې رسنیو او کسانو هڅه کوله چې وښيي له مظاهره چیانو سره ستونزه نه لري.

خو د یکشنبې په ورځ د سپاه پاسدران د ثارالله لېوا مشر برید جنرال اسماعیل کوثري لاریونوالو ته خبرداری ورکړ، چې که له ناامنۍ لاس وانخلي، له اوسپنیز سوک سره به مخ شي.

په ایران کې د عادي تاوتریخوالي د کابو کولو لپاره نور امنیتي ځواکونه، لکه پولیس او بسیجيان لاس پکار کېږي.

خو کله چې وضعیت له کابو کېدلو وځي، سپاه پاسدران ډګر ته دانګي.

پر ۲۰۹ کال چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته مظاهرې پراخې شوې، هغه مهال هم د سپاه پاسدران ثارالله لېوا د لاریونوالو د ځپلو چارې په لاس واخیستې.

د دوی اوسنی ګواښ په دې مانا دی چې دا مظاهرې هم له عادي حالت وتونکې دي.

څه پېښېږي؟

ر

د عکس سرچینه، EPA

دا مظاهرې له تېرې پنجشنبې پیل شوې او د هرې ورځې په تېرېدلو پراخې شوې دي، مګر معلومه نه ده چې کومې خوا ته ځي.

سره له دې چې د ۲۰۰۹ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته مظاهرې روانې وې، خو بالاخره سپاه پاسدران وځپلې.

مګر اوسنیو مظاهرو کې د تېرو هغو اپوټه ان د مذهبي مشر یا د دغه هېواد د نظام ضد شعارونه ور کول کېږي.

دا پېښه د سرکار او ولس ترمنځ یو بل واټن ښيي، ځکه شنونکي په دې باور دي چې که وځپل شي، بیا هم د نظام مخالفت له منځه نه ځي او د وخت په تېردلو بیا یو بل ځای سر پورته کوي.