شیرین عبادي د ایران پر واکمن نظام سیاسي بندیزونه غواړي

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو ایرانۍ فعالې او وکیلې شیرین عبادي پر نړیوالې ټولنې د ایران پر واکمن د سیاسي بندیزونو لګولو له لارې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

نوموړې ویلي، نړیواله ټولنه باید د تهران واکمن ضد لاریونونو ملاتړ وکړي.

هغې لندن کې له "رویټرز" خبري اژانس سره مرکه کې عبادي لاریونیانو هڅولي چې خپل ولسي لاریونونه ونه دروي او کوڅو ته راووځي.

هغې له پولیسو او انقلابي ګارد هم غوښتي چې خپل "لاریوني وروڼه او خویندې ونه وژني".

د تېرې کال ډیسمبر پر ۲۸مه ایران کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شول. دا لاریونونه له مشهد ښاره وروسته تر هغه پیل شول، چې حکومت د سونتونکو د بیو لوړېدو د پلان اعلان وکړ.

د لاریونونو دا لړۍ د ایران څه باندې ۸۰ ښارونو او کلیو ته وغځېده چې زرګونه ځوانانو او قهرېدلو کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

لاریونیانو چارواکي په فساد تورن کړل چې په وینا یې په لوی لاس بې کارۍ ته لار هواروي.

دوی ویل، د حکومت دا پلان د بې وزله او شتمنو ترمنځ موجود واټن لا پسې ډېروي.

ایراني چارواکو ویلي، دا لاریونونه په بهرنۍ لمسونې پیل شوي.

شیرین عبادي د ۲۰۰۳ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکې ده. هغې ته له بشري حقونو د دفاع او د دیموکراسۍ د پیاوړې کولو له کبله دا جایزه ورکړل شوې وه.