بدن د هلک - روح د نجلۍ

تنّو

د عکس سرچینه، RAVI KUMAR

د عکس تشریح، تنو سینګ د جنسیت بدلولو لپاره د ښکلا سیالۍ د پوسټر ماډله ده.

تنو ۱۳ کلنه وه، احساس یې وکړ، جسم یې د هلک خو د ننه یې یو څه د نجلۍ دي.

خپلې کورنۍ ته دا هرڅه ویل اسان نه و. ۱۶ کلنۍ کې یې باور وشو چې په ناسم بدن کې بندي ده، په حقیقت کې د نجلۍ په څېر ده.

بس له همدغه ځای تنو د ځان بدلولو هڅه پیل کړه.

خو د هغې اپوټه نتاشه د دریو کلونو په منګ وپوهېده چې د ننه یوه نجلۍ ده.

نطاشہ

د عکس سرچینه، RAVI KUMAR

د عکس تشریح، د نتاشه پلار ته د خپلې لور د جنست منل ګران و.

د تنو او نتاشه بدن د هلک او روح د نجلۍ او دا دوی ته د ژوند یوه نوې ننګونه وه.

د مور پلار له اجازې پرته د خپل جنسیت بدلول او نجلۍ کېدلو لپاره دوی ته دا ډېره ګرانه وه چې خپلې کورنۍ قانع کړي.

اګسټ میاشت هند کې میس ټرانس کواین انډیا سیالي کېږي او دې سیالیو ته سخت تیاری روان دی.

تنو سینګ د دې مراسمو د پوسټر ماډله ده.

نطاشہ، تنّو

د عکس سرچینه، RAVI KUMAR

د عکس تشریح، تنو او نتاشه دواړه د ملګري( مېړه) موندلو هڅه کوي.

که څوک در سره مینه ښيي، نو هغه وخت څه کوي، د دې پوښتنې په ځواب کې تنو وايي، داسې نه کېږي چې په ټول ژوند څوک مینه وکړي.

نتاشه وايي، له مینې یو بل سره خلک نږدې کېږي، تنو او نتاشه دواړه اوس د خپل ملګري(همسفر) د موندلو هڅه کوي.

له ماډلېنګ وروسته تنو هنرمنده جوړېدل غواړي او نتاشه هم له بالیووډ سره مینه لري.