تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدن د هلک - روح د نجلۍ
تنو ۱۳ کلنه وه، احساس یې وکړ، جسم یې د هلک خو د ننه یې یو څه د نجلۍ دي.
خپلې کورنۍ ته دا هرڅه ویل اسان نه و. ۱۶ کلنۍ کې یې باور وشو چې په ناسم بدن کې بندي ده، په حقیقت کې د نجلۍ په څېر ده.
بس له همدغه ځای تنو د ځان بدلولو هڅه پیل کړه.
خو د هغې اپوټه نتاشه د دریو کلونو په منګ وپوهېده چې د ننه یوه نجلۍ ده.
د تنو او نتاشه بدن د هلک او روح د نجلۍ او دا دوی ته د ژوند یوه نوې ننګونه وه.
د مور پلار له اجازې پرته د خپل جنسیت بدلول او نجلۍ کېدلو لپاره دوی ته دا ډېره ګرانه وه چې خپلې کورنۍ قانع کړي.
اګسټ میاشت هند کې میس ټرانس کواین انډیا سیالي کېږي او دې سیالیو ته سخت تیاری روان دی.
تنو سینګ د دې مراسمو د پوسټر ماډله ده.
که څوک در سره مینه ښيي، نو هغه وخت څه کوي، د دې پوښتنې په ځواب کې تنو وايي، داسې نه کېږي چې په ټول ژوند څوک مینه وکړي.
نتاشه وايي، له مینې یو بل سره خلک نږدې کېږي، تنو او نتاشه دواړه اوس د خپل ملګري(همسفر) د موندلو هڅه کوي.
له ماډلېنګ وروسته تنو هنرمنده جوړېدل غواړي او نتاشه هم له بالیووډ سره مینه لري.