تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتونخوا چارواکو د نرښځو لپاره ۲۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د خيبر پښتونخوا حکومت د ايجړاګانو د خير ښيګړې لپاره دوه سوه میلیونه (شل کروړه) روپۍ ځانګړې کړې.
دغه حکومت نرښځو ته د روزګار ور کولو لپاره هم د يوې پاليسۍ جوړولو اعلان وکړ.
په مرکزي ښار پېښور کې د ايجړاګانو په اړه له يوې غونډې وروسته د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار مشتاق غني خبريالانو ته وويل چې يوې صوبې(ایالت) هم تر اوسه د نرښځو د ستونزو پر اوارولو فکر نه دی کړی دی.
د هغه په خبره، د ايجړاګانو د ستونزو اوارولو لپاره حکومت يوه کميټه جوړه کړې او دې کميټې له حکومت غوښتي چې د نرښځو لپاره يوه پاليسي جوړه کړي.
: "مونږ غواړو ايجړاګان چې په څلورلارو کې د پيسو لپاره سوال کوي، دوی له څلورلارو لرې او د احترام وړ کار جوګه کړو. د داسې پاليسۍ پر جوړولو کار هم روان دی. غواړو تعليمي ادارو ته یې راولو، هنر او مسلک ور زده کړو".
د غونډې يو ګډونوال مفتي شوکت الله خټک بي بي سي ته وويل، نر ښځي هم د الله پیداوښت (مخلوق) دی او ټولنه ورته بايد د نورو خلکو په رنګ درناوی وکړي: "حکومت ته پکار دي چې د ايجړاګانو په اړه پاليسي جوړولو کې د چټکۍ نه کار وا نه خلي بلکې د علماو په ګډون د ژوند د مختلف ډګرونو اړوند کسانو سره له سلا مشورې وروسته يوه پاليسي جوړه کړي. داسې پاليسي به ګټوره هم وي".
د غونډې بل ګډونوال او د خيبر پښتونخوا د انساني حقونو د ادارې مشر سيد محمد ثقلين بي بي سي ته وويل، د پاکستان او په نړيوال قانون کې د نرښځو ځانګړې يادونه نشته: " په دغو قوانینو کې د نر، ماشوم، ميرمن او د پيشه يا مسلک يادګيرنه شته خو د نرښځو يادونه نشته. هم دغه وجه ده چې ایجړاګان له ستونزو سره مخامخ دي".
د ثقلين په خبره، حکومت ته پکار دي چې لومړی د ایجړا ګانو په اړه پاليسي او وروسته قانون جوړ کړي چې د دوی ستونزې حل شي.
په پيښور کې د ايجړاګانو د اتحاديې يوې مشرې فرزانه بي بي سي ته وويل، صوبايي حکومت خو د دوی لپاره د پاليسۍ جوړولو اعلان وکړ خو د دوی باور به هغه وخت وشي چې دغه پاليسي جوړه شي.
نوموړې له حکومت نه وغوښتل چې دوی ته د کورونو د جوړولو انتظام وکړي او په حکومتې ادارو کې کار هم ور کړي.
د پاکستان د ننه او په نړيواله کچه د نرښځو په اړه د قانون د نشتوالي له کبله نرښځي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
څو مياشتې وړاندې د سعودي عربستان حکومت د پاکستان په ایجړاګانو د عمرې کولو بنديز هم ولګاوه، چې له امله یې نرښځي سخت مايوس شول.
د پاکستان حکومت ويلي، چې د ایجړاګانو د عمرې کولو مسله به له سعودي عربستان سره را پورته کړي.