بونیر کې د نرښځو پر نڅا او سندرو بندیز لګېدلی

د عکس سرچینه، AP
د خیبر پښتونخوا ایالت په بونیر سیمه کې چارواکو د نرښځو پر نڅا او سندرو ویلو بندیز لګولی. ځايي چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرېکړه یې د ځايي قومي مشرانو او خلکو د استازو په غوښتنه کړې.
اعلامیه کې ویل شوي، چې له دوی غوښتل شوي، چې د نرښځو د نڅا او سندرو محفلونو له کبله د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ دي او ځوانان په دغو محفلونو کې شخړې کوي، شراب څښي او وسله برېښوي چې له کبله یې له چارواکو د بندیز لګولو غوښتنه شوې.
د خدوخېل سیمې چارواکي وايي اوس سیمې ته د نرښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
بونیر په څلور فرعی اداري مرکزونو وېشل شوي او اوسنی بندیز یوازې په خدوخیل سیمه کې لګول شوی دی.
د خدوخیل سیمې د ځايي ښاروالۍ لپاره ټاکل شوي استازي ګلزارحسین په خبره دوی د ولسي موسیقي او د حجرو د بانډارونو سره مخالف نه دي، خو هغه محفلونه چې نرښځې په کې ناڅي او سندرې وايي د سیمې د خلکو له کلتور سره ناانډوله دي.
د نوموړي په خبره نرښځې د ټولنې یو محروم قشر دی او باید حقونو ته یې پام وشي، خو په خبره یې د دې معانا دا هم نه ده، چې دوی ته له سیمه ییز دود دستور نه د سرغړونې اجازه ورکړل شي.
خیبر پښتونخوا کې له څه مودې راهیسې د نرښځو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې، چې په کې یو شمېر نرښځې وژل شوي هم دي.




