هند: د نرښځو لپاره لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځی

هند

د عکس سرچینه، BBC CONTRIBUTOR

د عکس تشریح، دغه پرېکړه هند کې د یوه پوهنځي د نرښځي مشر منابې بندهو پادهیای له استعفا وروسته شوې

د هند په سویلي کوچي نومي ښار کې د نر ښځیو لپاره لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځي په دې موخه پرانیستل شوی، چې دوی وکولای شي زده کړې بشپړې کړې.

د هند په ډېرو برخو کې نرښځي له جنسيتي تبعیض او کرکې سره مخامخ دي او له دې کبله ډېری مهال نه شي کولای زده کړې بشپړې کړې.

سهیج انټرنېشنل نومي دغه ښوونځی په هند کې د خپل ډول لومړنی هغه دی، چې په کې به له ۲۵ کلنۍ تر ۵۰ کلنۍ پورې لس زده کونکې زده کړې پیل کړي.

دوی به د هند تعلیمي سسټم سره سم د لسم او دوولسمو ټولګیو د ازموینو لپاره چمتووالی کوي.

هند کې د لسم ازموینو پر مهال معمولاً د زده کونکو اوسط عمرونه له ۱۵ تر ۱۹ کلنو پورې وي.

د دغه ښوونځي نصاب کې به یو شمېر مسلکي کورسونه هم شامل وي. د ښوونځي مشره او د نرښځیو د حقونو لپاره فعالیت کونکې وجې راج ملیکا بي بي سي ته وویل:

'' د ښوونځي هدف دا دی، چې نر ښځي وړتیا ومومي، چې معقولې دندې ومومي او له درناوي ډک ژوند وکړي. ''

هند

د عکس سرچینه، BBC CONTRIBUTOR

د عکس تشریح، کلکي سبرامنیم د ښوونځي رغېدل تاریخي وبلل

نوموړې وايي، اوس مو له ۱۴ کاندیدانو نه شپږ هغه شامل کړي دي، چې ښځینه صفات لري، له ټولټال لسو کسانو نه به یو کاندید داسې اخلو، چې د نارینه وو صفات ولري او یوه څوکۍ د معلولینو لپاره ځانګړې ده.

دغه ښوونځي په سویلي کیرالا ایالت کې رغول شوی او دا د هند لومړنی ایالت دی، چې د نر ښځیو لپاره اوس یوه پالیسي لري. د دغې پالیسي له مخې دوی کولای شي روغتونونو کې په ویړیا توګه جنسیت سم ثبت کړي او د زده کړو حق ورکړل شوی دی.

د مرکز مسوولین وايي د ټولو زده کونکو لپاره یې د وړیا اوسېدو، خوړو او زده کړو زمینه برابره کړې. د یاد ښوونځي ټول ښوونکي هم نرښځي دي، چې د مسوولینو په خبره هدف یې د زده کونکو هڅول او د هغوی خوندیتوب ته پام دی.

دغه پرېکړه هند کې د یوه پوهنځي د نرښځي مشر منابې بندهو پادهیای له استعفا وروسته شوې، چې وايي خپلو محصلینو یې د جنسیت له کبله پرې ملنډې وهلې.

هند کې نژدې دوه میلیونه نرښځې ژوند کوي او د هند سترې محکمې په ۲۰۱۴ کال کې د قانون له مخې د دوی مساوي حقونه منلي دي. دې سره هم په ټول هېواد کې د نرښځیو د حقونو تر پښو لاندې کولو پېښې معمول دي.

یو شمېر نر ښځې له کورونو شړل کېږي، ځینې نورو ته بیا دندې نه ورکول کېږي، د جنسي فعالیتونو، خیرات غوښتلو او یا ودونو کې نڅا کولو ته اړایستل کېږي.

هند

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هند کې نژدې دوه میلیونه نرښځې ژوند کوي او د هند سترې محکمې په ۲۰۱۴ کال کې د قانون له مخې د دوی مساوي حقونه منلي

د مرکز مسوولین وايي د ښوونځي لپاره د ودانۍ لټون خورا ستونزمنه چاره وه، ځکه هېڅوک چمتو نه وو، چې خپله ودانۍ د دوی په واک کې ورکړي.

مېرمن ملیکا وايي، موږ له اوو سوو کسانو او ۵۱ کورنیو سره اړیکه ونیوه، خو ټولو راته انکار وکړ، ځکه وايي ښايي دوی داسې فکر کاوه، چې موږ د بدلمنۍ مرکز لپاره ودانۍ لټوو.