'پر جومات برید ښايي پر افغان حکومت فشارونه لا پسې ډېر کړي'
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
واشنگټن پوست:

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې چاپېدونکې واشنگټن پوست ورځپاڼې په کابل کې د شيعه گانو پر جومات شوي وروستي بريد ته په اشاره ليکلي، دا پېښه به پر افغان حکومت د تاوتريخوالي مخنيوي لپاره شته فشارونه لا پسې ډېر کړي.
ورځپاڼه وايي وروستي بريد ډېرى افغانان په دې باوري کړي چې د دوى په وينا غليم غواړي په افغانستان کې فرقه ييز تاوتريخوالى رامنځته کړي.
همدې واشنگټن پوست ورځپاڼې خپل يو بل سرليک په کابل کې د امريکايي پوهنتون بيا پرانيستې ته ځانگړى کړى.
ورځپاڼه وايي محصلينو پر دغه پوهنتون له شوي خونړي بريده وروسته دا دى بيا خپلې زده کړې پيل کړې، خو دغه ښوونيز بنسټ اوس له بل ډول گواښ سره مخامخ دى.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ورځپاڼې په وينا د مې پر ٣١ نېټه کابل کې د شوي مرگوني موټر بمب بريد له ١٥٠ قربانيانو دوه تنه يې د دغه پوهنتون استادان و.
بل لور طالبانو هم د هغو لوېديځوالو د خونديتوب په تړاو گواښ کړى چې دوى سره برمته دي او په دوى کې د امريکايي پوهنتون دوه هغه استادان هم راځي چې تېر اگست میاشت کې تښتول شوي ول.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه لیکي له دغو خطرونو سره سره زدکړیالانو او ښوونکو يې ټينگ هوډ څرگند کړى چې زده کړو ته به دوام ورکوي. د دغه پوهنتون يوۀ زده کوونکي ورځپاڼې ته ويلي:"موږ پوهېږو چې که په يوۀ بريد کې خوندي پاتې کېږو نو ښايي په بل کې به نه يو، خو موږ اوس دا خبره د ژوندانه د يوۀ واقعيت په توگه منلې.
ډيلي ټېلېگراف:

برتانيا چاپې ډيلي ټېلېگراف ورځپاڼې په لندن کې د رسنيو پر وړاندې د ځينو خلکو غبرگون راخيستى چې وايي ولې يې د هغې ودانۍ نه خونديتابه په تړاو رپوټونه نه و جوړ کړي چې دوه ورځې وړاندې يې اور واخيست او لږتر لږه ١٧ تنه يې ووژل.
ورځپاڼه وايي قهروړو خلکو د پېښې په ځاى کې د برتانيا څلورم ټلويزيوني چينل د خپرونو يوۀ اوڅار چلوونکي "جان سنو" ته وويل اوس چې خلک مړه شوي دي دلته راغلي يې؟ هغه مهال چې هغوى د دغې ودانۍ د نه خونديتوب له امله شکايتونه کول هغه د رپوټ جوړونې وړ موضوع نه وه؟
د سيمه ييزې شورا چارواکو منلې چې د ودانۍ د بيا رغونې په موخه د کارول شويو توکو په تړاو يې شکايتونه ترلاسه کړي ول.








