د لندن اورلګېدنې قربانیانو کې افغانان هم شته

لندن

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

په هغه اورلګېدنه کې چې لندن کې یې ۱۲ کسان ووژل او نژدې ۷۰ کسان یې ټپیان کړل، لږترلږه یوه افغانه کورنۍ هم زیانمنه شوې ده. ګرینفل ټاور لوړ پوړیزه ودانۍ چې ۱۲۰ اپارتمانه لري او په سلګونو کورنۍ په کې ژوند کوي ډېری اوسېدونکي یې کډوال وو.

د زیانمنې شوې افغان کورنۍ مشر سړی لادرکه دی او مېرمن او یو ماشوم یې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې کورنۍ یوه خپلوان بي بي سي ته وویل چې مور او ماشوم دواړه کوما کې دي او دی د کورنۍ ورک غړی لټوي.

د لندن روغتیايي چارواکي وايي ۷۰ کسانو کې چې ټپيان شوي د ۲۰ کسانو حالت نازک دی. عیني شاهدانو ایسار پاتې شوي خلک لیدلي چې د مرستې او د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره یې چیغې وهلې.

د زیانمنې شوې کورنۍ خپلوان وايي چې دغه بلاک کې نور افغانان هم اوسېږي، خو دی د هغوی له حاله نه دی خبر.

ټاور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګرینفل ټاور کې په سلګونو کسان ژوند کوي.

ګرینفل ټاور چې ۱۲۰ اپارتمانه لري او په سلګونو کسان په کې ژوند کوي ډېری یې کډوال دي.

دغې ۲۴ پوړېزې ودانۍ کې اور تېره شپه ۱:۱۶ بجې ولګېد چې ویل کېږي ډېری اوسېدونکي یې ویده ول.

سیمه کې خبریالان وايي، دا چې د دغه بلاک یو شمېر اوسېدونکي مسلمانان دي، د پېشلمي لپاره ویښ شوي ول چې د اور له لګېدو خبر شول.

Grenfell Tower on fire

د عکس سرچینه، AFP

پولیسو وايي په ودانۍ کې ښايي داسې کسان هم وي چې چاته یې حال نه دی مالوم.

د لندن اوروژنې مرستیال مشر ډن ډالي وايي، اور وژونکي د اور وژلو لپاره په بد حالت کې سخت کار کوي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د پېښې له قربانیانو سره یې غمشریکي کړې ده.