لندن کې اورلګېدنې ۱۲ کسان وژلي او نژدې ۷۰ یې ټپیان کړي

لندن

د عکس سرچینه، Reuters

د لندن پولیسو تایید کړه چې د لندن په لودیځه سیمه کې د استوګنې یوې ودانۍ کې د اور لګېدلو له امله لږترلږه ۱۲کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر روغتون ته لېږدل شوي. ویل کېږی د ۲۰ کسانو حالت نازک دی.

د لندن د پولیسو یو قومندان سټوارت کندي وايي، د دې وېره شته چې د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي. سیمې ته د ژغورنې ډله رسېدلې.

ښاغلي کندي چې د اور د لګېدو لامل یې ونه وایه وویل، دا به وختي وي چې د اورلګېدنې د څرنګوالي وړاند وینه وشي.

ویل کېږي دغې ودانۍ کې نژدې ۶۰۰ کسان اوسېدل.

عیني شاهدانو ایسار پاتې شوي خلک لیدلي چې د مرستې او د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره یې چغارې وهلې.

دغې ۲۴ پوړېزې ودانۍ کې اور نن سهار ۱:۱۶ ولګېد چې ویل کېږي ډېری اوسېدونکي یې چې ښايي سلګونو ته ورسېږي، ویده ول.

د ویډیو تشریح، په دغه ودانۍ کې سلګونه کسان ژوند کوي

ګرینفل ټاور نومې دغې ودانۍ چې ۱۲۰ اپارتمانه یې درلودل، د ښاروالۍ اړوند وه، خو ویل کېږي ساتنه یې یوه خصوصي شرکت کوله.

که څه هم اور وژل شوی دی، خو داسې اندېښنې شته، چې ښايي د سوځېدو له کبله ودانۍ ړنګه شي. پولیس د احتیاطي تدبیر په توګه خلک ودانۍ ته نژدې نه پرېږدي.

څه باندې ۲۰۰ اور وژونکو سهار وختي ځان سیمې ته ورساوه او تر اوسه یې ګڼ شمېر خلک ژغورلي دي. دوی اوس هم تر نژدې ۱۲ ساعتونو وروسته په کار لګیا دي.

اور وژونکي تر لسم پوړ اوبه شیندي او ویل کېږي چې لوړو پوړونو ته اوبه نه رسېږي.

پولیسو وايي په ودانۍ کې ښايي داسې کسان هم وي چې چاته یې حال نه دی مالوم.

د لندن اوروژنې مرستیال مشر ډن ډالي وايي، اور وژونکي د اور وژلو لپاره په بد حالت کې سخت کار کوي.

ښاغلی ډالي وايي: "دا لویه او خطرناکه پېښه ده، موږ له ګڼو سرچینېو او اړین وسایل کار اخلو".

د لندن روغتیا چارواکي وايي، چې تر ۷۰ ډېر کسان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

Paramedics carrying oxygen cylinders

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، روغتیايي کارکوونکي د مرستې په رسولو بوخت دي.
Fire
لندن

د عکس سرچینه، Getty Images

اور

د عکس سرچینه، Getty Images

د بي بي سي خبریال انډې مور وايي، د ودانۍ ټول ۲۴ پوړه د اور لمبو وسوځېد او وېره ده چې ښايي ونړېږي.

لومړۍ وزیرې تېریزا مې خواشیني څرګنده کړې او د پېښې له قربانیانو سره غمشریکي کړې ده.

Tower block

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د لندن د اور وژنې ډلو به اسانه نه شو کولی لوړ پوړونو ته اوبه ورسوي.
اور

د عکس سرچینه، EPA

Grenfell Tower Fire

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ودانۍ نژدې ټولو برخو کې د اور لمبې لیدل کېدې.

ټاکل شوې ده نن پولیس او د اور وزیر نېک هورد ګڼ ګوندیزه غونډه جوړه کړي چې حکومت څنګه کولی شي د بېړنیو خدمتونو بنسټونو سره مرسته وکړي.

ګرینفل ټاور ودانۍ په ۱۹۷۴ کال کې جوړه شوې ده چې د حکومتي کورونو د یوې لویې پروژې برخه وه.