د خطر کچې لوړېدو اعلان سره لندن کې پوځیان ځای پر ځای شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امنیتي خطر کچې له لوړولو سره برتانوي چارواکو د دغه هېواد پلازمېنه لندن کې پولیس ځای پر ځای کړي دي.
بل لور ته د هېواد پارلمان، لومړۍ وزیرې دفتر او یو شمېر نورو مهمو دولتي ودانیو شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
دا د امنیتي ځواکونو لومړنۍ زر کسیزه ډله ده، چې د خطر کچې لوړولو له اعلانه وروسته د امنیت خونیدیتوب لپاره پر دنده ګومارل کېږي.
بل لور ته برتانوي پولیس وايي، د مانچسټر بریدګر سلمان عبیدي د 'شبکې ' لټون کوي. مانچسټر ارینا کې د موسیقۍ کنسرت له پای ته رسېدو وروسته ځانمرګي برید کې ۲۲ کسان ووژل شول، چې ۱۲ یې پېژندل شوي دي.

د عکس سرچینه، .
تازه رپوټونو کې ویل شوي پېښه کې هغه پولیس سرتېري هم وژل شوي، چې پر رسمي دنده نه وو.
د چهارشنبې پر ورځ دغه برید کې د لاس درلودو په تړاو درې نور مشکوک کسان هم نیول شوي دي. پولیس په دې اړه څېړنه کوي، چې لیبیايي توکمي بریدګر سلمان عبیدي یوازې و که نور ملګري یې هم درلودل.
د سې شنبې پر ورځ د نوموړي بریدګر ۲۳ کلن ورور هم نیول شوی دی. د برتانیا کورنیو چارو وزیره امبر راډ ویلي، دا 'ډېره ممکنه ' ده چې بریدګر یوازې نه و.

د عکس سرچینه، PA
امبر راډ دغه راز ویلي کېدای شي د امنیت خوندیتوب لپاره تر ۳۸۰۰ پورې پوځیان وګومارل شي، خو په وینا یې کېدای شي د خطر کچه لوړول موقته چاره وي. نوموړې دا هم ویلي، چې څارګرو ادارو 'تر یوه حده ' د بریدګر په اړه معلومات درلودل.
هغه معلومات چې بي بي سي موندلي ښيي، چې څو کاله مخکې دوو کسانو د ترهګرۍ مخنیوي ادارې پر مخامخ ټیلیفون د سلمان عبیدي د تاوتریخجنو فکرونو په اړه معلومات ورکړي وو.
د امنیتي چارو لپاره د بي بي سي خبریال فرینک ګارنر وايي، داسې باور کېږي، چې سلمان عبیدي یوازې د بم لېږدولو لپاره کاروول شوی دی او دغه بم بل چا جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د برتانیا لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې خبرداری ورکړی، چې له مانچسټر ځانمرګي برید وروسته برتیانا کې د بل برید احتمال هم شته او دې ته په پام سره د خطر کچه لوړه کړل شوې ده، چې په همدې لړ کې د مهمو ودانیو ساتنې لپاره پوځیان پر دنده ګومارل شوي دي.










