د مانچسټر برید؛ بریتانیا د ترهګرۍ ګواښ لوړې کچې ته پورته کړی

د عکس سرچینه، EUROPEAN PRESS AGENCY
بريتانيايي چارواکو په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړى. دا په دې مانا ده چې نور بريدونه ښايي ډېر ژر پېښېدونکي وي.
دا پرېکړه د ترهگرۍ د شننې گډ مرکز کړې چې حکومت، پوليس، او استخباراتي ادارو پورې اړوندو کارپوهانو څخه جوړه يو امنيتي ډله ده.
د بريتانيا لومړۍ وزيرې "تريزا مې" چې تر ټولو لوړې کچې ته د ترهگرۍ د گواښ پورته کولو اعلان وکړ، وې ويل "پوليسو ته به د امنيت خوندي کولو په برخه کې لا نورې سرچينې په واک کې ورکول کېږي."
لومړۍ وزيرې "تمپرېر عملياتو" په نامه له يولړ اوږدمهالو بېړنيو تدبيرونو هم پلو پورته کړ چې په ترڅ کې به يې د پوځ سرتېري د مهمو او کليدي ځايونو امنيت خوندي کولو لپاره پر دندو گومارل کېږي.
دا گام وروسته له هغه پورته شو چې پلټونکي ونه توانېدل دا ومومي مشکوک بريدگر ٢٢ کلن سلمان عابدي دا بريد په يوازې سر تر سره کړى او که نور کسان هم ورسره مله و؟
ليبيايي توکمه سلمان عابدي په بريتانيا کې زېږېدلى او په سلفورډ پوهنتون کې يې زده کړې کولې.

د عکس سرچینه، European Photopress Agency
په مانچسټر ښار کې د امريکايۍ سندرغاړې اريانا گراندې د کنسرت په پاى کې تر سره شوي دغه ځانمرگي بريد له امله ٢٢ کسان ووژل شول او ٥٩ نور ټپيان دي. اسلامي دولت نومې ډلې د بريد پړه منلې.

د عکس سرچینه، FAMILY PHOTO

د عکس سرچینه، .










