د عکسونو البوم: د مانچسټر کنسرټ کې "چاودنه"

د برتانیا په مانچسټر ښار کې د سې شنبې په شپه لس بچې ۳۵ دقیقې وې چې په کنسرټ کې چاودنه وشوه. ویل کېږي چې ممکن دا یوه ترهګریزه پېښه وي.

دھماکہ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مانچسټر ایرینا چاودنه کې د لږ تر لږه ۱۹ کسانو وژنه تایید شوې ده.
دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا کنسرټ د امریکايي سندرغاړې اریانا ګرینډې و. د هغې ویاند وايي، چې دغه سندرغاړې حیرانه شوې ده.
کنسرٹ، دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مانچسټر پولیس وايي، د شپې ۱۰ بجې او ۳۵ دقیقې وې، چې دوی ته د چاودنې خبر ورسېد.
دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لیدلي کتلي وايي، کنسرټ پای ته ورسېد چې د چاودنې غږ یې واورېد او ور سره ټېل ماټېل پیل شو.
کنسرٹ، دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس وايي، دوی دې چاودنې ته د ترهګریزې پېښې په سترګه ګوري.
دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پېښې ځای ته د خلکو پر تللو بندیز لګېدلی دی.
دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا لومړۍ وزیرې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او دا پېښه یې له کرکې ډک ګام بللی دی.
دھماکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ښار کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.
کنسرٹ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کنسرټ ته ډېر ماشومان او ځوانان ټول شوي وو.