د افغانستان امریکايي پوهنتون کې وژل شوي څوک دي؟
په کابل کې د پر یوه اکاډمیکه موسسه برید بلل شوی او پراخ غبرګون یې پارولی دی.
د خواله رسنیو کاروونکو ویلي دغه برید ښيي چې وسله وال د افغان ټولنې د روښانه راتلونکي مخالف دي.
د دغه برید د وژلو شویو محصلانو انځورنونه په خواله رسنیو کې ډېر راغلي او دوی یې د راتلونکې هیلې بللې چې و رژېدلې، خو د شخصي ژوند په هکله یې کم معلومات خپاره شوي دي.
د تایید شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي، چې په هغو کې یو استاد، اووه زدکوونکي (دوه نجونې- پنځه هلکان) دوه ساتونکي او درې پولیس دي.
د برید په ۴۵ ټپیانو کې ۳۶ زدکوونکي او ۹ یې پولیس دي.
د روغتون په یوه وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي چې د یوګاناډا یو وګړی هم په دغه پېښه کې ټپي شوی چې د استاد دنده یې لرله.
ټول ټپیان افغانان دي، خو د ايمرجنسي روغتون یوې سرچینې چېرې چې د پېښې یو شمېر ټپيان تر درملنه لاندې دي ویلي چې د دریو ټپیانو حالتنازک دی.




