غني: د پوهنیزو بنسټونو نښه کول د ترهګرۍ ځپلو هوډ پیاوړی کوي

د عکس سرچینه، arg
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، پر پوهنیزو بنسټونو د مخالفو وسله والو بریدونه د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره د دغه هیواد هوډ پیاوړی کوي.
تېر ماښام په کابل کې پر "د افغانستان امریکايي پوهنتون" برید وشو.
دا برید تېره ورځ چهارشنبه (سنبلې/وږي ۳مه) له موټربم چاودنې سره پیل شو او له لس ساعته نښتې وروسته د دوو ځانمرګو په وژل کېدلو پایته ورسېد.
د کابل امنیه قومندان وايي، په دې پېښه کې د ۷ محصلینو، درې پولیسو او د پوهنتون درې ساتونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ محصلین او ۹ پولیس ټپیان دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ویل شوي، "ترهګرې ډلې پر ولسي وګړو، پوهنیزو موسسو، هستوګنځایونو، پول او پلګوټو، برېښنا مزو او سوله ییزو لاریونونو په بریدونو سره غواړي، د هغو ارزښتونو د پیاوړتیا مخنیوی وکړي چې د سرلوړي افغانستان د ودانولو، پرمختګ او پراختیا په لار کې پرې افغانان باوري دي."
ښاغلی غني نن سهار د دې پېښې د ټپیانو لیدلو ته کابل کې د ایمرجنسي روغتون ته ولاړ.
نوموړي د روغتیا وزارت ته امر کړی چې که په افغانستان کې د کومو ټپیانو د درملنې امکان نه وي، بهر ته یې واستوي.

د افغانستان اجراییه ریاست هم د خبرپاڼې په خپرولو دا برید غندلی او ویلي یې دي چې "پر پوهنتوني او پوهنیزو بنسټونو برید د طالبانو او ترهګرو د جاهلانه ماهیت څرګندوی دي"
په دغه خبرپاڼه کې راغلي: "طالبان، ترهگر او د هغوی بي رحمه باداران باید وپوهیږي، چې زموږ ملت او ولس د دوی لخوا د بلوا، ځانمرګو بریدونو او ښوونځیو سوځولو سره - سره د علم او پوهې ترلاسه کولو او له ناپوهۍ او توندلارۍ سره مبارزه روانه ساتي."
چا د تېر ماښام د برید مسوولیت نه دی منلی.
کابل کې د امریکا سفارت هم پر امریکایي پوهنتون برید غندلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو یې ویلي چې د محصلينو او د پوهنتون د کارکوونکو په نښه کول "ظالمانه او ډارن" عمل دی.
د امریکا سفارت چمتووالی ښوولی چې د افغانستان له حکومت سره ددې برید په پلټنو کې برخه واخلي او ترسره کوونکي یې عدالت ته راکاږي.
خبرپاڼه کې د متحده ايالاتو سفير مایکل مکېنلي له خولې ویل شوي، "مونږ د دې پېښې د قربانيانو کورنیو، همکارانو او ملګرو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله من يو. مونږ به د افغانستان د خلکو په وړاندې چې د تلپاتې سولې او امنيت د راوستلو او خپلو ماشومانو ته د شونتيا تر کچې د روښانه راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي، خپلې ټېنګې ژمنتيا ته دوام ورکړو."
د افغانستان امریکايي پوهنتون چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې فعالیت پیل کړی، یوه خپلواکه پوهنیزه موسسه ده او د یو امریکايي پوهنتون په څارنه فعالیت کوي.
دا پوهنتون تر ۱۷۰۰ پورې زدکوونکي لري. د انګریزي ژبې پر تدریس سربېره، د ډېر عمره خلکو لپاره د کاري وړتیا او د هغوی د مسلکي پوهې د زیاتولو لپاره نیمه وخت روزنیز پروګرامونه هم لري.

د عکس سرچینه، AFP








