کابل کې پر امریکایي پوهنتون برید کې ۱۳ کسان وژل شوي
پولیسو ویلي، د پلازمېنې کابل په دارالامان سیمه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون برید کې د ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي.
پولیس وایي، ددغه لس ساعته برید په لړ کې چې تېره ورځ (چهارشنبې سنبله/وږي ۳مه) ماښام مهال په سیمه ییز وخت ۷:۰۰ بجو پیل شو دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.
محصلینو او د پوهنتون کارکوونکو په ودانۍ کې ځانونه خوندي کړل. پولیس وایي برید اوسمهال پایته رسېدلی دی.
تراوسه هېڅ ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.
د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل، د برید په وژل شویو کي درې پولیس او د پوهنتون درې ساتونکي هم شامل دي. هغه وویل، ۳۵ محصلین او ۹ پولیس ټپیان دي او نژدې ۷۵۰ محصلین ژغورل شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، بریدګرو لومړی له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او یو شمېر بریدګرو غوښتل پوهنتون ته ننوځي، خو په وینا یې د پوهنتون ساتونکي توانیدلي، چې مخه یې ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty
خو د پوهنتون له دننه تر ناوخته د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
خو افغان امنیتي چارواکي وویل محصلین پوهنتون کې دننه په دوو خوندي ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه پوهنتون د افغانستان ملي شورا نوې ودانۍ او یو شمېر نورو مهمو حکومتي ودانیو ته نژدې موقعیت لري.

د عکس سرچینه، Getty
عیني شاهدان
افغان عکاس مسعود حسیني چې د پېښې پر مهال په پوهنتون کې و، پر خپل ټوېټر لیکلي "مرسته وکړئ! موږ دننه په پوهنتون کې اېسار یوو، د ډزو او چاودنې غږونه دي، ښايي دا زما وروستي ټويټ وي".
نوموړی وروسته وتوانید له پوهنتونه ووځي او د برید په اړه یې رسنیو ته وویل "زه له ۱۵ محصلینو سره په ټولګي کې وم چې یوه چاودنه وشوه. زه کړکۍ ته ورغلم چې وګورم څه پېښ شو، په عادي جامو کې مې یو سړی ولیدو، په ما یې ډز وکړ، د کړکۍ ښیښه ولګېده."

د عکس سرچینه، Getty
ښاغلی حسیني زیاته کړه "زه په ښيښه ولوېدم او لاس مې ژوبل شو، محصلینو ځانونه په ټولګي کې بند کړي وو. ټولکي ته لږ تر لږه دوه لاسي بمونه را وغورځول شول چې له کبله یې یو شمېر محصلین ټپیان شوو. "
نوموړی او ۹ نور محصلین د بېړنۍ دروازې له لارې له پوهنتونه په تېښته بریالي شول. نوموړی وايي په راوتلو کې یې یو شمېر کسان ولیدل چې پړمخه پراته وو، داسې معلومېده چې له شا لګېدلي وي.
احمد مختار چې په دې پوهنتون کې محصل دی پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي "زه او ملګري مې په تېښته وتوانېدلو خو ځینې نور ملګري او ښوونکي مې دننه اېسار دي."
له دې ټويټ وروسته بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي مختار وویل کله چې یې د ډزو او یوې سترې چاودنې غږ واورېد له دراوزې نه ۱۰۰ میتره لري و.
نوموړي وویل چې د چاودنې رڼا ډېره پراخه وه او زیاته يې کړه چې دننه ډزې وې او محصلینو چیغې وهلې.

د عکس سرچینه، Getty
دارلامان ماڼۍ ته غځېدلی سړک د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.
د عوامي ملي ګوند یو مشر افرسیاب خټګ په خپل ټوېټر لیکلي "کابل کې پر پوهنتون برید سره ترهګرو دا ثابته کړه چې د دوی موخه پوهنه، نوی نسل او راتلونکی په نښه کول دي"
دغه پوهنتون چې ځینې یې په سیمه کې معیاري پوهنتون بولي په ۲۰۰۵ کال کې پرانستل شو چې اوس په کې شاوخوا ۱۷۰۰ محصلین زده کړې کوي.








