د کابل دشت برچي سیمې جومات کې "شپږ کسان وژل شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل لویدیځ دشت برچي سیمې په الزهرا نومې جومات برید شوی دی. د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید داسې مهال شوی چې هلته لمونځ کونکو لمونځ کاوه.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په وینا د پېښې له ځایه دوه مړي او شپږ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو په وینا دوو ځانمرګي بریدګرو غوښتل جومات ته ننوځي، خو په خبره یې پولیسو پېژندلي او له پولیسو سره د نښتې له کبله نه دی توانېدلی جومات ته ننوځي.
ویل کېږي په دغه برید کې د شپږمې حوزې قومندان محمد صالح نوابي هغه مهال ووژل شو چې د ځانمرګي بریدګر مخه یې نیولې وه.
چارواکي وايي، بریدګر د جومات اشپزخانې ته ننوتي وو او له څو دقیقو مقاومت وروسته یې ځان پورې تړلي باروت چوولي دي. د کورنیو چارو وزارت چارواکو په وینا پېښه کې درې ملکي کسان او یو پولیس افسر وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دغه پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. د سرچینې په وینا وژل شویو کې دوه پولیس افسران او حاجي رمضان حسین زاده شامل دي. ویل کېږي حاجي رمضان د دغه جومات بنسټګر او له ځايي مخورو یو و.
د افغانستان اجراییه ریس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی او وايي د روژې په میاشت کې پر یو جومات برید کول د هر مذهب، دین او باور پر ضد عمل دی.
نوموړې د امنیتي ځواکونو ستاینه هم کړې.
په دغه پېښه کې افغان سوداګر او د دغه جومات مسول رمضان حسین زاده خپل ژوند له لاسه وکړی.
مخکني ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي حسین زاده په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې یو وطندوسته، خیرخوا د خلکو خدمتګار یاد کړی.
د کابل جوماتونو کې معمولاً په روژه کې او د جمعې پر شپه ګڼه ګوڼه وي. د عیني شاهدانو په خبره لومړی د ډزو غږونه اورېدل شوي وروسته چاودنه شوې او ورپسې د نورو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي.










