انګ سان سوچي د روهینګیا مسلمانانو توکموژنه رد کړه

اغلې سوچي د میانمار د ملي دیموکراسۍ لیګ مشره ده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اغلې سوچي د میانمار د ملي دیموکراسۍ لیګ مشره ده

د برما يا ميانمار د واکمن گوند مشره آنګ سان سوچي دا نه مني چې چې گواکې په دغه هېواد کې د روهېنگيا مسلمانانو توکموژنه روانه ده.

د نوبل سولې جايزې گټونکې آغلې سوچي له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې رخاين ايالت کې روانې ستونزې ومنلې خو په وينا يې هلته رامنځته شويو پېښو ته د توکموژنې نوم ورکول سم نه دي:

" زه فکر نه کوم چې هلته توکم وژنه روانه ده. زما په اند توکم وژنه ډېر سخت ټکى دى چې هلته رامنځته شوي حالت ته وکارول شي. زما په فکر هلته سخته تربگني روانه ده. هلته مسلمانان هم مسلمانان وژني چې ورباندې شک وشي له حکومت سره يې لاس يو کړى. دلته د توکم وژنې خبره نه ده لکه ځينې يې چې وايي. دلته سره دوه ويشلې غاړې دي او موږ د دغه ويش له منځه وړلو هڅه کوو."

خو له روهېنگيا مسلمان لږکي سره د پوځ او پوليسو د ناسم چلند او تاوتريخوالي گڼ رپوټونه خپاره شوي او ملگرو ملتونو تېره مياشت په ميانمار کې له بشري حقونو د شويو سرغړونو ادعاو په تړاو د پلټنې اعلان وکړ.

له روهېنگيا مسلمانانو سره د ادعا شوي تاوتريخوالي په تړاو د آغلې سوچي چوپتيا سختې نيوکې را پارولي.

روهینګیا مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو پروګرام پرضد لاریون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روهینګیا مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو پروګرام پرضد لاریون

نوموړې وايي مادر تريزا او يا مهاتما گاندي نه بلکې يو سياستواله ده خو

له ٢٠١٣ م کال راهيسې په رخاين ايالت کې د تاوتريخوالي له پيلېدو سره يې په دې تړاو د رسنيو ټولې پوښتنې ځواب کړي.

آغلې سوچي استدلال کوي ځوابونه يې ځکه له پامه غورځول شوي چې د ځينو د خوښې وړ څرگندونې يې نه دي کړي، او هغه د آغلې سوچي په باور د يوې ټولنې پر وړاندې د بلې هغې غندل دي.

د ميانمار په رخاين ولايت کې پوځ وروسته له هغه عمليات پيل کړل چې په تېر اکتوبر کې پر پوله ساتو ځواکونو همغږي بريدونه وشول.

یوه روهینګیا ماشومه د بنګله دیش کډوالو کمپ کې ژاړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوه روهینګیا ماشومه د بنګله دیش کډوالو کمپ کې ژاړي
د بنګله دېش کډوالو کمپونو کې روهینګیا بې ځایه شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بنګله دېش کډوالو کمپونو کې روهینګیا بې ځایه شوي

پر پوځيانو تور لگېدلى چې روهېنگيا مسلمانان يې له يوې مخې په نښه کړي. پوځ همداراز په جنسي تېريو، وژنو او ربړونې تورن شوى. رپوټونه وايي ٧٠٠٠٠ روهېنگيا مسلمانان گاونډ بنگله دېش ته تښتېدلي.

آغلې سوچي وايي پوځ له بشري حقونو د سرغړونې حق نه لري خو په خپلو پرېکړو کې خپلواک دى. نوموړې په څنگزنه توگه وويل حکومت د اساسي قانون د بدلولو هڅه کوي چې پوځ په خپل کابو کې راولي.

نوموړې گاونډ بنگله دېش ته د تښتېدلو روهنگيانو په تړاو وويل که برما ته بېرته ستانه شي نو خوندي به وي او په وينا ځينې ستانه شوي هم دي چې هر کلى يې شوى.