م. م د میانمار چارواکي د روهینګیا مسلمانانو په ټولوژنې تورن کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د میانمار امنیتي ځواکونه د روهینګیا مسلمانو مېرمنو په ډله ییز جنسي تېري او د ماشومانو په ډله ییزې وژنې تورن کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، میانمار کې ډېرې بشري سرغړونې شوې، چې په وسلو د خلکو ګواښل، تښتول او د ماشومانو او ښځو د ډله ییزې وژنې پېښې هم پکې راځي.
دا ټول تورونه د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې راخیستل شوي، چې له میانمار نه بنګله دېش ته د روهینګیا څه باندې ۲۰۰ کډوالو شویو مسلمانانو د مرکو پربنسټ او نورو قوي ثبتونو پر اساس یې چمتو کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې د خپل کړاو کیسه کړې چې څرنګه یې ۵ کلنه لور ددې په مخ کې ووژل شول، دې یې د ژغورلو هڅه وکړه خو ونه توانېده.
دا وايي "یوه سړي اوږده چړه راویستله او د هغې پر غاړه یې تېره کړه."
په یوه بله پېښه کې، راپور لیکي، د ۸ میاشتو یو تي خوری ماشوم هغه مهال ووژل شول، چې پنځو امنیتي کسانو یې پر مور جنسي تېری وکړ او هغه یې په وسلو وګواښله.
شمېرې ښيي، یوازې په تېره اکتوبر میاشت کې د میانمار له شخړو بنګله دېش ته شاوخوا ۶۵ زره روهینګیا مسلمانان تښتېدلي دي.
د میانمار حکومت وايي، د ملګرو ملتونو له خوا دغه سپړل شوي تورونه به له جدي توګه وڅېړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي ویلي، چارواکو ددغو تورونو په اړه د څېړنې ژمنه کړې ده.
سرچینه وايي، نژدې نیمايي هغو خلکو چې مرکې ورسره شوې، ویلي چې د کورنۍ یو غړی یې وژل شوی. ۵۲ ښځو ویلي، د امنیتي ځواکونو له خوا پر ۱۰۱ ښځو جنسي تېري شوي دي.
په یادو مرکو کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو او پوځ د روهینګیا سلګونه کورونه، ښوونځي، بازارونه، هټۍ او جوماتونه سوځولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
راپور کږي، ګڼې داسې ګواهۍ ورکړل شوې، چې پوځ په لوی لاس هغه کورونه سوځولي چې په منځ کې یې وګړي وو.
په ځینو پېښ، کې - د راپور پربنسټ، پوځ روهینګیا وګړي هغو کورونو ته په ورننوتلو اړایستلي چې اور پکې بل وو.
ګڼو اغېزمنو شویو ویلي، تېري کوونکو او مجرمینو به ورته ویل چې "اوس نو ستاسې لپاره خدای څه کولای شي؟ وګورئ موږ له تاسو سره څه کوو؟"
د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر زید رعد الحسین ویلي: "د روهینګیا ماشومانو کړاو د زغم وړ نه دی. هغه کومه کرکه ده چې پر یوه داسې تي خوروي ماشوم پر غاړې د چړې راتېرولو ته سړي زړه ښه کوي، چې له خپلې مور شیدې غواړي؟"
دی زیاتوي: "په ټول ځواک پر نړیوالې ټولنې غږ کووم چې میانمار کې د چارواکو په دې هڅونه کې راسره شي چې د پوځ ددغو کړنو مخه ونیسي."
د مخالفې مشرې یوه ویاند وړاندې بي بي سي ته ویلي، دا ډول تورونه ډېر خطرناک دي.

د عکس سرچینه، Getty Images









