روهینګا مسلمانان: 'دوی زموږ جومات او کورونه وسوځول'

د بشري حقونو د څار ډلو وړاندې ویلي وو، د سټلایټ په مټ یې داسې اخیستل شوي انځورونه ترلاسه کړي، چې ګني په درو کلیو کې د ۴۳۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بشري حقونو د څار ډلو وړاندې ویلي وو، د سټلایټ په مټ یې داسې اخیستل شوي انځورونه ترلاسه کړي، چې ګني په درو کلیو کې د ۴۳۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

په ميانمار کې د روهېنګا مسلمان لږ‌کيیو پرضد تاوتریخوالی بنګلدېش ته د هغوی د ګڼ شمېر د تښتېدو لامل شوی.

دوی چې په بنګلدېش کې په يوه کمپ کې په سختو حالاتو کې اوسېږي بي بي سي ته وویل چې کورونه او جوماتونه يې ورته سوځول شوي دي.

د ميانمار پوځ د هغه هېواد په یوه مسلمان مېشت ايالت کې په پوځي عملیاتو کې لسګونه مسلمانان ووژل او ګڼ شمېر يې وتښتېدل. بي بي سي د دوی له يو شمېر سره په بنګلدېش کې په يوه کمپ کې خبرې کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې ویلي وو، په تېرو شپږو اونیو کې د مسلمانو روهینګا وګړو تر ۱۲۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړل شوي دي.

دغه سازمان د سټلایټ په مټ اخیستل شوي ځینې داسې انځورونه خپاره کړي چې د نومبر له ۱۰ تر ۱۸ پورې پکې ۸۲۰ کورونه ویجاړ ښکاري.

له دې سیمې زرګونه کورنۍ کوچېدلې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له دې سیمې زرګونه کورنۍ کوچېدلې دي.
روهینګا د نړۍ له هغو لږکیو ډلو دي، چې پخپل کور کې ډېر ځورول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، روهینګا د نړۍ له هغو لږکیو ډلو دي، چې پخپل کور کې ډېر ځورول کېږي.

د میانمار پوځ په راخین ولایت کې، چې ډېری اوسېدونکي یې روهینګا مسلمانان دي، عملیات وکړل، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول.

حکومت دا نه مني چې ګني هلته یې د دوی کورونه ویجاړ کړي دي.

روهینګا د نړۍ له هغو لږکیو ډلو دي، چې پخپل کور کې ډېر ځورول کېږي.

بي بي سي ته په راخین کې د روهینګا د کورونو ویجاړېدو په اړه رپوټونه په خپلواک ډول نه دي تایید شوي، خو هلته حکومت نړیوالو رسنیو ته په ورتګ بندیز لګولی دی.

د میانمار پوځ په راخین ولایت کې، چې ډېری اوسېدونکي یې روهینګا مسلمانان دي، عملیات وکړل، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د میانمار پوځ په راخین ولایت کې، چې ډېری اوسېدونکي یې روهینګا مسلمانان دي، عملیات وکړل، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول.

له دې سیمې زرګونه کورنۍ کوچېدلې دي.

"د ځمکې پرسر دوزخ"

خو د بنګله دېش- میانمار پر پوله د بي بي سي خبریال د روهینګا له کوچېدلو کورنیو سره غږېدلی او هلته یې له دوی سره د زورزیاتي کېسې کړې دي.

کوچېدلو کډوالو راخین "د ځمکې پرسر دوزخ" بللی دی.

د میانمار - چې په برما هم شهرت لري - حکومت وايي، روهینګا پخپله خپلو کورونو ته د نړیوالو د پام اړولو په خاطر اور ورته کړی دی.

یانګي لي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په میانمار کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور جوړوونکې یانګي لي د جمعې په ورځ وویل، د روانې میاشتې پیل کې یوه نړیوال پلاوي ته اجازه ورکړل شوه چې سیمې ته ورشي، خو ډېرې "محدودې لاسته راوړنې" یې لرلې.

د بشري حقونو د څار ډلو وړاندې ویلي وو، د سټلایټ په مټ یې داسې اخیستل شوي انځورونه ترلاسه کړي، چې ګني په درو کلیو کې د ۴۳۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د نړیوالې ټولنې غبرګون

په میانمار کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور جوړوونکې یانګي لي د جمعې په ورځ وویل، د روانې میاشتې پیل کې یوه نړیوال پلاوي ته اجازه ورکړل شوه چې سیمې ته ورشي، خو ډېرې "محدودې لاسته راوړنې" یې لرلې.

کوچېدلو کډوالو راخین "د ځمکې پرسر دوزخ" بللی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کوچېدلو کډوالو راخین "د ځمکې پرسر دوزخ" بللی دی.