د بي بي سي يوې پلټنې جوته کړې چې تايلنډي چارواکو او پوليسو د برما د روهېنګا مسلمانانو کډوال په انساني قاچابرانو خرڅول.
پر دغو کډوالو بار کښتۍ د تايلندي سمندري ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
په يوه پېښه کې يوې سرچينې چې د فساد له معاملې سره نژدې کس دی بي بي سي ته ويلي چې ۷۳ کسه کډوال نيول شوي او په لاريو کې قاچاقبرانو ته سپارل شوي دي.
يوه قرباني بي بي سي ته ويلي چې پوليسو دوی په قاچاقبرانو پلورلي، هغوی بيا دوی تر هغه ساتلي چې د خوشې کېدو په بدل کې يې پيسې ورکړي دي.
د تايلند حکومت په دې تړاو د پلټنو ژمنه ورکړې ده.












