سپینې ماڼۍ د لوړې مراسمو په باب رسنۍ په "دروغو" تورنې کړې

د ویډیو تشریح، ټرمپ یو ځل بیا رسنۍ ناسمې وبللې

د سپینې ماڼۍ ویاند شان اسپایسر د ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې د خلکو د ګډون د شمېرو په اړه رسنۍ په "دروغجن" رپوټ ورکولو تورنې کړې. دی وايي جمعې ورځې د لومړې مراسمو ته د امریکا تاریخ کې تر ټولو ډېر خلک راغلي وو.

ښاغلي اسپایسر پخپل لومړني خبري کنفرانس کې د خبریالانو له منفي غبرګون سره مخامخ شو. ان ځینو هغه "بې سابقې" ویاند وباله.

د رسمې شمېرو له مخې، په ۲۰۰۹ کال، د بارک اوباما د ولسمشرۍ د لومړۍ لوړې مراسمو کې د ګډونوالو شمېر تر یو میلیون او ۸۰۰ زرو کسانو رسېدلی و.

ښۍ خوا ته: د اوباما د ۲۰۰۹ کال لوړې مراسم، ګيڼ خوا ته: د ټرمپ د لوړې مراسم

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښۍ خوا ته: د اوباما د ۲۰۰۹ کال لوړې مراسم، ګيڼ خوا ته: د ټرمپ د لوړې مراسم

د ځینو رپوټونو له مخې، د ټرمپ د جمعې ورځې مراسمو کې د برخه اخیستونکو شمېر تر ۵۰۰ زرو پورې هم نه و رسېدلی.

ښاغلي اسپایسر په یاد خبري کنفرانس کې خپاره شوي رپوټونه غلط وبلل او ویې ویل سپینه ماڼۍ هوډ لري رسنۍ په دې اړه "وپوښتي".

څو ساعته وړاندې د ولسمشر په توګه ډونلډ ټرمپ د خپل کار پر لومړۍ ورځ پر رسنیو تور لګولی و، چې ګني د لوړې مراسمو کې د برخې اخیستونکو په اړه یې "غلطې" شمېرې خپرې کړې دي.

اسپایسر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خبري کنفرانس کې د اسپایسر څرګندونې د ځینو خبریالانو له منفي غبرګون سره مخامخ شوې

ښاغلي ټرمپ داسې مهال دا نیوکه کړې، چې واشنګټن او د امریکا نورو ښارونو کې د هغه پرضد لاریونونه شوي.

پر همدې مهال، ښاغلي ټرمپ ددغو لاریونونو په اړه - چې د ټرمپ د مخکېنیو څرګندونو په اعتراض کې شوي، غبرګون نه دی ښودلی.

رپوټونه وايي، یوازې نیویارک ښار کې تر یو میلیون ډېر لاریونیان واټونو ته راوتلي وو چې دا شمېر د ښاغلي ټرمپ د لومړې مراسمو کې د ګډونوالو تر شمېر ډېر و.

د شنبې په ورځ د ټرمپ میلیونونه مخالفینو د ښځو په تړاو د ټرمپ د لانجمنو څرګندونو پرضد امریکا او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې مظاهرې وکړې.

واشنګټن کې د ټرمپ مخالفو لاریونکوونکو شمېر د هغه د لوړې مراسمو کې د ګډون کوونکوله شمېر ډېر و

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، واشنګټن کې د ټرمپ مخالفو لاریونکوونکو شمېر د هغه د لوړې مراسمو کې د ګډون کوونکوله شمېر ډېر و
پاریس کې د ټرمپ ضد لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاریس کې د ټرمپ ضد لاریون

ښاغلی ټرمپ د ۲۰۰۵ کال یوه خپاره شوي وېديويي کلیپ کې وايي، دا چې مشهور ستوری دی هرڅهع چې غواړي له ښځو سره یې کوي او ان له دوی سره جنسي اړیکي هم لرلای شي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې جمهوریپالې نوماندې هیلیري کلنټن ډېری رایې وګټلې، خو دا چې د امریکا ټاکنیز سیستم د ایالتونو پر کالجونو جوړ شوی، ډونلډ ټرمپ د کمو رایو په اخیستو سره بریالی شو.