پر ودانۍ د الوتکې غورځېدلو سره ۳۷ کسان وژل شوي

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الوتکه له هانکانګ الوتلې او بیشکیک کې له دمې وروسته استانبول ته خوځېدله.

د قرغزیستان چارواکي وایي، د ترکیې یوه باري وړونکې الوتکه د دغه هېواد پلازمینې بشکیک سره نږدې پر ودانۍ غورځېدلې، چې له امله یې ۳۷ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي په وژل شويو کسانو کې څلور تنه د الوتکې کارکوونکي او پاتي ۳۳ تنه وژل شوي د هغو ودانيو اوسېدونکي دي چې دغه الوتکه پرې غورځېدلې ده.

ا بوینګ ۷۴۷ الوتکه له هانکانګ پورته شوې او د بشکیک په مرکزی هوایي ډګر مناس کې له کېناستلو وروسته استانبول ته الوتله.

چارواکي وايي، الوتکه له بشکیک سره نږدې غورځېدلې چې له امله یې ۱۵ ودانۍ ورانې شوې دي.

د پېښې په ۳۷ وژل شویو کې څو ماشومان هم شته.

ځینې خبرونه دا هم وايي، چې د الوتکې په عمله کې یواځې یو کس ژوندی پاتې دی او د پېښې ډېر ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي دا هم وایي، چې ډېری وژل شوي کسان د هغو ودانیو اوسېدونکي دي چې دا الوتکه پر غورځېدلې ده.

له پېښې وروسته هوایي ډګر تړل شوی.

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د پیلوټ د تېروتنې له امله الوتکه غورځېدلې ده.
الوتکه

د عکس سرچینه، AP

د قرغزیستان مرستیال لومړی وزیر وايي، لومړني معلومات ښيي،چې د پیلوټ د تېروتنې له ا مله الوتکه غورځېدلې ده.

خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوی چې د الوتکې د غورځېدلو له سیمې د دود پورته کېدل ښيي.

د قرغزیستان د بېړیو خدمتونو د ادارې ویاند محمد سواروو له اېي اېف پي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په پېښه کې د وزل شویو کسانو شمېر ممکن په دې زیات شي، چې لا هم له کنډوالو لاندې کسانو د اېستلو هڅې روانې دي.

الوتکه

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، چارواکي وايي په وژل شويو کسانو کې څلور تنه د الوتکې کارکوونکي او پاتي ۳۳ تنه وژل شوي د هغو ودانيو اوسېدونکي دي چې دغه الوتکه پرې غورځېدلې ده

د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې د قرغزیستان لومړی وزیر سورن بایي جینبیکوو د ېښې ځای ته رسېدلی او مرستندویه هڅې هم روانې دی.

د قرغزیستان حکومت وایي دا الوتکه د ترکش هوایي کرښې وه، خو دغه هوايي کرښه وایي چې الوتکه د 'مايي کارګو هوايي کرښې' وه.

ر

د عکس سرچینه، DHA

د عکس تشریح، د الوتکې د غورځېډلو اصلي لامل تراوسه معلوم نه دی.