د الوتکې لوېدو کې له برازیلي لوبغاړو سره ۷۶ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، پولیس وايي له الوتکې یې ۷ تنه ژوندي اېستلي خو دوه کسانو ساه ورکړې.

هغه الوتکه چې د برازیل یوه وتلي فوټبال کلب شپېکونسي لوبغاړو په ګډون یې ۸۱ کسه سپرلې لېږدوله په کولمبیا کې لوېدلې. د معلوماتو له مخې په الوتکه کې ۷۲ سپرلۍ او ۷ د الوتکې کارکوونکي و.

پولیس وايي له الوتکې یې ۷ تنه ژوندي اېستلي خو د فوټبال لوبډلې ګول ساتونکي په ګډون دوه کسانو ساه ورکړې.

داسې ویل کېږي چې په دغه پېښه کې نژدې ټول لوبغاړي وژل شوي دي.

الوتکه له مېډیلن ښار سره نږدې په غرونو کې نیمه شپه غورځېدلې ده.

د الوتکې لوېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لوبغاړی هیلیو نیتو ژوندی پاتې شوی، ګول ساتونکي هم ژوندی و خو وروسته یې ساه ورکړه.

سیمه ډېره غرنۍ ده او ژغورونکي یوازې د ځمکې له لارې ور تللی شي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د تخنیکي ستونزو له امله دا الوتکه غورځېدلې ده.

د هوايي چلند چارواکي وايي، دا الوتکه له بولیویا څخه کولمبیا ته الوتلې وه.

د شپېکونسي لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې په برازیل کې لومړۍ ځای خپل کړ او تېره اونۍ یې د ارجنټاین سان لورینزو کلب ته په ماتې ور کولو سره د سوېلي امریکا پایلوبو ته لاره وموندله.

د دغه کلب لوبغاړي په پایلوبو کې د ګډون لپاره کولمبیا ته روان و، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ پیل شي، خو د سوېلي امریکا فوټبال فدراسیون په یوه بیانیه کې ویلي، چې "ټول فعالیتونه" یې ځنډولي دي.

د میډیلن ښاروال یډریکو ګټیریز په دې پېښه خواشیني بللې.

په ژوندي پاتې کسانو کې یو هم د فوټبال لوبډلې لوبغاړی الن روسچل ښودل شوی دی.

داسې رپوټونه هم دي چې ممکن دوه نور فوټبالران او یو طبي کارمن هم ژغورل شوي وي.

برازیل الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د میډیلن ښاروال یډریکو ګټیریز په دې پېښه خواشیني بللې

د برازیل شپېکونسي فوټبال کلب په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي "خدای دې زموږ له اتلانو سره مل شي، چارواکي، خبریالان او نور مېلمانه زموږ له ډلې سره یو ځای روان دي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د پېښې ځای ته له رسېدلو مخکې به نورې څرګندونې ونه کړي.

له دې بیانې لږ وروسته د کلب مرستیال مشر ایون توزو د سپورت تلوېزیوني چینل ته وویل: "زموږ په ښار کې ډېر خلک کوکې وهي، موږ هیڅکله هم داسې تصور نه و کړی. د دغه ځای د خوښۍ او وختېرۍ تر ټولو لوی لامل اتلان دي".

د الوتکې لوېدو کې له برازیلي لوبغاړو سره ۷۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هوايي چلند چارواکي وايي، دا الوتکه له بولیویا څخه کولمبیا ته الوتلې وه