د ریو اولمپیک سیالۍ پیل شوې

د عکس سرچینه، AFP

د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.

جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.

---------------------------------------

په لوبغاړو کې په لومړي ځل د کډوالو ګډون ته هم اجازه ورکړل شوې، چې په ۲۸ لوبو کې ولوبېږي.

دا لومړی ځل دی چې د جنوبي امريکا په یوه هېواد (برازیل) کې د اولمپیک سیالۍ ترسره کېږي.

دا سیالۍ د اګست له پنځمې تر ۲۱ پورې دوام کوي.

د اولمپیک پرانیستلو مراسم د جمعې پر شپه د ښځینه فوټبال سیالیو له پیلېدا دوه ورځې وړاندې پیل شول.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

په ریو سیالیو کې له ۲۰۷ لوبډلو څخه ۱۰۵۰۰ لوبغاړي ګډون لري، چې د کډوالو د اولمپیک لوبډله هم پکې ده.

کوسووا او سوېلي سودان ته په لومړي ځل اولمپیک لوبو کې د ګډون حق ورکړل شوی.

د کډوالو د اولمپیک لوبډله به هم د اولمپیک تر نښان او بیرغ لاندې ۱۰ لوبغاړي ولري، چې پنځه له سوېلي سودان، دوه له سوریې، دوه له کانګو دیموکراټیک جمهوریت او یو له ایتیوپیا څخه دي.

امریکا په ۵۵۴ لوبغاړو سره سږني اولمپیک سیالیو کې تر ټولو لویه لوبډله لري.

توالا هغه یوازېنی هېواد دی چې ریو اولمپیک کې یې یوازې یو لوبغاړی ګډون کوي.

له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا، د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړی د نیپال ۱۳ کلن غوټه وهونکې ګاریکا سینګ ده.

برازیل کې د اولمپیک سیالۍ داسې مهال پیل شوې، چې دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ د بې ثباتۍ ډېرېدو وېره خپره کړې ده.

یسری ماردیني

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د کډوالو ټیم کې د سوریې یسری ماردیني په غوټه وهلو کې سیالي کوي
له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا، د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړی د نیپال ۱۳ کلن غوټه وهونکې ګاریکا سینګ ده.

د عکس سرچینه، ekantipur

د عکس تشریح، له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا، د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړی د نیپال ۱۳ کلن غوټه وهونکې ګاریکا سینګ ده.

د نیو زیلنډ لوبغاړی جیو جتسو ویلي وو، چې په ریو کې تښتول شوی و.

برازیل د سیالیو د خوندیتوب لپاره په هېواد کې له ۵۵ هغو هېوادونو، ۸۵۰۰۰ امنیتي کسان ګومارلي دي، چې وګړي یې په ریو اولمپیک کې برخه اخلي.

دا شمېره د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپیک پرتله د ګومارل شوو امنیتي کسانو دوه برابره ده، چې عام واټونه، د اولمپیک کلی، هوايي ډګرونه او عام سړکونه به ساتي.

د امنیت د خوندیتوب لپاره ۲۰۰ کیلومتره امنیتي اغزن تارونه هم غځول شوي دي.

په پام کې ده چې تر ۵۰۰۰۰۰ ډېر سیلانیان ددغو لوبو لیدو ته ورشي او تر اوسه له ۷٫۵ میلیون ډېر ټیکټونه لا نه دي پېرودل شوي.

برازیل د سیالیو د خوندیتوب لپاره په هېواد کې له ۵۵ هغو هېوادونو، ۸۵۰۰۰ امنیتي کسان ګومارلي دي، چې وګړي یې په ریو اولمپیک کې برخه اخلي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، برازیل د سیالیو د خوندیتوب لپاره په هېواد کې له ۵۵ هغو هېوادونو، ۸۵۰۰۰ امنیتي کسان ګومارلي دي، چې وګړي یې په ریو اولمپیک کې برخه اخلي.

د عکس سرچینه، AP

لکه څرنګه چې ویل کېږي د پرانیستې مراسم د بودیجې د کمښت له کبله د تېرو سیالیو په څېر شانداره نه وو.

دغه سیالۍ به تر ۱۶ ورځو پورې دوام کوي.

د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالۍ داسې مهال پیل شوې، چې څو میاشتې وړاندې پرې څلورو لویو نړیوالو خبرونو سیوری غوړولی دی: د زیکا ویروس، د روسیې ډوپېنګ لوبډله، د سیالیو امنیت او د برازیل کوربه توب.

اوسمهال د اولمپیک سیالیو د امنیت خوندي کولو لپاره د نړۍ څه باندې ۸۵ زره سرتېري ځای پرځای شوي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP GETTY

اولمپیک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي، چې تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا لندن کې ترسره شوې.

خو د زیکا ستونزه...

برازیل د زیکار ویروس ځپلو سیمو په زړه کې پروت هېواد دی، چې دغه ویروس د نویو زیږېدونکو ماشوانو پر خلقت منفي اغېز کوي.

ددغه ویروس له وېرې د روغتیا نړیوال سازمان میندوارو ښځو ته سپارښتنه کړې چې برازیل ته د اولمپیک سیالیو لپاره له سفره ډډه وکړي.

خو ویل کېږي چې په اګست کې تر ډېره د غوماشو شمېر کمېږي، همدا ده چې د برازیل د کوربه توب پرېکړه او نېټه پرځای پاتې شوه.

د پیل مراسم په انځورونو کې:

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AP