الوتکه کې مار د اماراتو پرواز لغوه کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
له عمان دوبۍ ته د اماراتو یوه الوتنه وروسته له هغه لغوه شوه چې کارکوونکو یې الوتکه کې یو مار وموند.
د EK0863 الوتنه له مسقط الوتلو ته چمتو کېده چې د بېکونو لېږدوونکو د کارګو ځای کې یو مار ولید.
د هوايي کرښې یوه ویاند دوبۍ کې خبري رسنیو ته ویلي، مار وړاندې تر دې چې سپرلۍ الوتکې ته وخېژي موندل شوی.
د اماراتو هوایي کرښې د مار ډول نه دی ښودلی او نه یې هم ویلي چې څومره خطرناک و.
د ټولنیزو شبکو کاروونکو بیا دا پېښه د هالیووډ د ۲۰۰۶ کال له هغه فلم سره ورته بللی چې "یوه الوتکه کې ماران" نومېږي او سمیول جې جکسن په کې لوبېدلی.
دغه فلم کې مساپرهوا کې وي چې په سلګونو خطرناک او زهرجن ماران د الوتکې منځ ته لار مومي.
خو دا لومړی ځل نه دی چې یو مار غواړي له یوه ګرم هېواده الوتکه کې په وړیا د باندې سفر کوي.
د تېرکال نومبر میاشت کې له مکسیکو الوتلې یوه ملکي پرواز کې وروسته له هغه چې د یوه متر په اوږدوالي یو مار، پاس د بېکونو له ځایه ورځوړند شو، له مساپرو لار ورکه شوه چې په کومه وتښتي.
۲۰۱۳ کال کې یوه الوتکه د استرالیا د کایرنس له ښارګوټي پاپوا نیوګیني ته الوتله چې د درې مترو په اوږدوالي یوه سکرب پېتون ډوله مار ځان د الوتکې پر وزر ټینګ کړی و.









