یومتر اوږده مار د کریسمس ونه کې کولچه وهلې

تېز زهر لرونکی 'پړانګ مار' له پرانیستي وره خونې ته ننوتلی

د عکس سرچینه، SNAKE CATCHER VICTORIA

د عکس تشریح، تېز زهر لرونکی 'پړانګ مار' له پرانیستي وره خونې ته ننوتلی

په استرالیا کې یوې مېرمنې د خپلې کریسمس په ونې کې د یوه متر په اوږدوالي مار موندلی شوی چې کولچه یې وهلې وه.

دغې مېرمنې چې د ویکتوریا په میلبورن کې اوسیږي خپل ګاونډيان د مار د لرې کولو لپاره مرستې ته وروغوښتل.

مارګیر باري ګولډ سمیټ وايي مار هغه وخت کور ته دننه شوی چې د کور دروازه پرانیستې وه.

د استرالیا په سمندرغاړو سیمو کې د (پړانګ مار) په نامه ماران په خطرناکو زهرو لرلو شهرت لري.

ښاغلی ګولډ سمیت وايي، د مار له لیدو سره ښځې "په ښه توګه غبرګون وښود".

نوموړي بي بي سي ته وویل‎: "هغه له خونې ووتله، وره ته یې تمبه کېښوده او ما ته یې زنګ وواهه".

مار بېرته ځنګل ته ورستون کړل شوی.

ګولډ سمیت زیاتوي، په ډېرو نامعمولو ځایونو کې یې ماران لیدلي دي.

دی وايي: "ما په اوګ موزو، د جامو مینځلو ماشینونو، د سپیو ساتنځي، پیشوګانو کارتنونو، تنشابونو، د پخلنځيو او کتابونو الماریو کې هم ماران موندلي دي."

اوګ موزه

د عکس سرچینه، SNAKE CATCHERS ADELAIDE

د عکس تشریح، ګولډ سمیت وايي: "ما په اوګ موزو، د جامو مینځلو ماشینونو، د سپیو ساتنځي، پیشوګانو کارتنونو، تنشابونو، د پخلنځيو او کتابونو الماریو کې هم ماران موندلي دي."