
دا مار چې اسټراليايان يې " تايپان" بولي تر دوو مترو پورې اوږدېداى شي.
۱۷کلن اسټراليايي زلمي ته په لاس داسې مار ټک ورکړى و چې د زهرو يو څاڅکى يې ١٠٠ کسه وژلى شي.
ډاکټران وايي سملاسي درملنه او د زهرو ضد درملو د دغه زلمي ژوند وساتۀ.
خو لا هم ناجوړه او د روغتون پر کټ پروت دى.
دا مار چې اسټراليايان يې " تايپان" بولي تر دوو مترو پورې اوږدېداى شي.
اسټراليايي پوليس اوس دا څېړي چې دغه خطرناک مار څرنگه د خلکو استوگنځيو ته راغلى دى.
گنگوسې داسې دي چې ښايي دغه مار يو چا په کور کې د مشغولا په هيله ساتلى وي.
دغه مار عمومآ په دښتو کې وي او سمندرغاړو ته نژدې سيمو ته نه ورځي.
زلمى د سډني ښار په شمال کې د کوري کوري په يوۀ واړۀ ښارگوټي کې اوسېږي.
د مار له چيچلو وروسته په پښو روغتون ته لاړ او يوۀ ملگري يې په کڅوړه کې هغه مار نيولى و چې چېچل يې کړي و.
پوليس وايي دوى غواړي چې له زلمي سره خبرې وکړي او وگوري چې څرنگه له دغه مار سره مخامخ شو.
پوليسو دا امکان رد کړ چې گواکې مار دې له کوم نژدې ژوبڼه راتښتېدلى وي.
دغه خطرناک مار د کارپوهانو په وينا شرمېږي، له انسانانو لېرې گرځي او ډېر لږ داسې پېښ شوي چې څوک دې يې چيچلى وي.













