
دغه ماران خورا ډېر زهر لري.
د استراليا د کيونزلنډ د ټونوېل په سيمه کې يو ماشوم د ډېرو په ګومان بختور وچې له زهرو ډکو مارانو ونه چېچه.
درې کلن کېل کمېنګز کور ته نژدې هګۍ موندلې وې، په خوښۍ يې راټولې کړې وې او خوب خونې ته يې وړې وې.
هورې يې په يوې المارۍ کې په پلاستيکي ډبلي کې اېښې وې.
څو ورځې وروسته چې يې مور المارۍ پرانيستله که ګوري له هگيو خړ ماران زېږېدلي دي.
دغه ماران خورا ډېر زهر لري خو اوس د ماشوم له خوب خونې ايستل شوي او د باندې بيديا کې خوشي شوي دي.
د استراليا د وحشي ژيو د پالنې ادارې چې دغه ماران يې خوشي کړل وايي چې له ١٢ تر ١٥ ثانتي مترو پورې اوږدۀ يې لرل.
د دغې ادارې يوې مسووليې رسنيو ته وويل: "په دې عمر کې د دغو مارانو غاښونه خورا واړۀ وي نو که چېچل وکړي له پوټکي ښايي تېر نه شي خو زهر يې لکه د يوۀ لوى مار ډېر او خطرناکه دي".













