تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ودانۍ د الوتکې غورځېدلو سره ۳۷ کسان وژل شوي
د قرغزیستان چارواکي وایي، د ترکیې یوه باري وړونکې الوتکه د دغه هېواد پلازمینې بشکیک سره نږدې پر ودانۍ غورځېدلې، چې له امله یې ۳۷ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي په وژل شويو کسانو کې څلور تنه د الوتکې کارکوونکي او پاتي ۳۳ تنه وژل شوي د هغو ودانيو اوسېدونکي دي چې دغه الوتکه پرې غورځېدلې ده.
ا بوینګ ۷۴۷ الوتکه له هانکانګ پورته شوې او د بشکیک په مرکزی هوایي ډګر مناس کې له کېناستلو وروسته استانبول ته الوتله.
چارواکي وايي، الوتکه له بشکیک سره نږدې غورځېدلې چې له امله یې ۱۵ ودانۍ ورانې شوې دي.
د پېښې په ۳۷ وژل شویو کې څو ماشومان هم شته.
ځینې خبرونه دا هم وايي، چې د الوتکې په عمله کې یواځې یو کس ژوندی پاتې دی او د پېښې ډېر ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکي دا هم وایي، چې ډېری وژل شوي کسان د هغو ودانیو اوسېدونکي دي چې دا الوتکه پر غورځېدلې ده.
له پېښې وروسته هوایي ډګر تړل شوی.
د قرغزیستان مرستیال لومړی وزیر وايي، لومړني معلومات ښيي،چې د پیلوټ د تېروتنې له ا مله الوتکه غورځېدلې ده.
خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوی چې د الوتکې د غورځېدلو له سیمې د دود پورته کېدل ښيي.
د قرغزیستان د بېړیو خدمتونو د ادارې ویاند محمد سواروو له اېي اېف پي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په پېښه کې د وزل شویو کسانو شمېر ممکن په دې زیات شي، چې لا هم له کنډوالو لاندې کسانو د اېستلو هڅې روانې دي.
د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې د قرغزیستان لومړی وزیر سورن بایي جینبیکوو د ېښې ځای ته رسېدلی او مرستندویه هڅې هم روانې دی.
د قرغزیستان حکومت وایي دا الوتکه د ترکش هوایي کرښې وه، خو دغه هوايي کرښه وایي چې الوتکه د 'مايي کارګو هوايي کرښې' وه.